کور / تازه خبرونه / هلمند : د پنځو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړل سو

هلمند : د پنځو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړل سو

د هلمند ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د سنګين په ولسوالي کي يې پنځه تنه وسلوال طالبان وژلي . په خبرپاڼه کي راغلي چي يادو کسانو غوښتل چي د ملاآدم او زرد ريګي سيمو تر منځ پر عامو لارو ماينونه ښخ کړي چي د هوايي ځواکونو له لوري په نښه او ووژل سول . په خبرپاڼه کي همدا ډول يادونه سوې چي په ياده سيمه کي يې څه موده وړاندي هم شپږ طالبان د هوايي ځواک په مټ وژلي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري طالبانو څه نه دي ويلي .