کور / z_buitenland_news -- 5 / نوازشريف:د مخالف ګوند د بايسکل هوا باسو

نوازشريف:د مخالف ګوند د بايسکل هوا باسو

 دپاكستان مسلم ليګ ( ن ) مشر نوازشريف ويلى دي چې د18 فبروري ورځ د انقلاب ورځ ده پدغه ورځ به با سيكل څخه هوا و ايستل شي نواز شريف پوليسوته وئيلي  دي چې  دحكومت لخوا كه د درغلي امر ورته شو نو دغه حكم مه منۍ ناروال كښې جلسې ته د وينا په ترڅ كښې   نوازشريف زياته كړه چى  زما په واكمنۍ كښې پاكستان اټومي چاودنه كولو سره د هېواد دفاع مضبوطه  كړل شوه هند اوس  دغه توان نه لري  چې  پاكستان  ته په بده سترګه وګوري  دپاكستان دايټمى  قوت له امله د هند وزيراعظم دپاكستان دورې ته اړ شو دواكمنو دغلطو تګلارو له امله پاكستان كښې د ننه تاوتريخوالۍ رامنځته شويدى په 18 فبروري به د مخالف ګوند با سيكل  دټائرو نو څخه  هوا وايستل شي.


بله خوا دكورنيو چارو وزارت وياند جاويد اقبال چيمه ويلي  دي چى انتخابات په امنناكه توګه  تر سره كولو لپاره په ټول هېواد كښې دپوځ  ځاى په ځاى كولو لړۍ پيل شويده او تر پنځلس فبروري  پورې  به په ټولو ضلعو كښې پوځ  ځاى په ځاى شي د كورنيو چارو وياند په اسلام اّباد كښې اوونيز مطبوعاتى كنفرانس  ته وويل چې  په ټول  هېواد كښې څلور  شپيته زره يوسلو پنځه  اويا پولنګ  سټيشنونه دى چگې په سلو كښې  څلويښت  حساس دي  چې  پركومو پولنګ  سټيشنونو زيات خطر دى  دهغو شمېر8928دۍ هيچاته به دانتخاباتو په مخ كښې  خنډ جوړيدلو اجازه ورنكړل شي  د كورنيوچارو وياند دسكاټ لينډ يارډ پررپورټ خوشي څرګنده كړه او زياته يې كړه چې  دبې نظير بوټو دقتل په پلټنو كښې  مهم پرمختګ  شويدى دكورنيو چارو وياند په شمالي پښتونخوا کي دپوځي  افسردبې دركه كيدلوخبره رد كړه.