کور / z_buitenland_news -- 5 / APDM يو ځل بيا د مشرف د استعفا غوښتنه کړې

APDM يو ځل بيا د مشرف د استعفا غوښتنه کړې

  داپوزيشن ګوندونو اتحاد اې پى ډي ايم يوځل بيا غوښتنه كړيده چې  ولس مشر پرويز مشرف دى استعفا شي او د ټولو ګوندونو په مشوره سره  دي  لنډ محاله حكومت رامنځته كړل شي داې پى ډي ايم جلسي ته وينا كولو په ترڅ كښې  محمودخان اڅكزي  ، قاضي حسين احمد، عمران خان، ډاكټر عبدلحئ بلوڅ  او قادر مګسي وويل   چې  په هېواد كښې  دځانمرګو بر يدونو روايت دپرويز  مشرف دحكومت كښې پيل شويدى چې  مقصد يې  دسياسي  ګوندونو مشران يواځي  تر خپلو كورونو پورې  محدود ساتل دي چې  ترڅو پورې ګوښه كړل شوي قاضيان او اّئين بحاله نشي په انتخاباتو كښې  برخه اخستل دولس سره يوه ستره دهوكه ده اې پى ډي ايم  غوښتنه وكړ ه چې  قبا ئيلي  سيمو او بلوچستان كښې دى عمليات بند كړل شي لنډ محاله حكومت  او خپلواك انتخابى  كميسون رامنځته كولو سره  دي انتخابات  وشي د اې پى ډي ايم مشرانود ولس څخه  غوښتنه  وكړه چې  ددهوكې په انتخاباتو كښې  برخه  وانخلي  بلخواته په لاهور كښې دجماعت اسلامي پنجاب امير دمطبوعاتي كنفرانس په ترڅ كښې حكومت ته خبر دارى وركړيدى چى د اې پى ډي ايم په پينډى او لاهور كښې اعلان شوو جلسو دمخنيوي هڅه  ونكړي اې پى دي ايم  ولس د دهو كي  په انتخاباتو خبرولو لړۍ ته دوام وركړيدى  په هېواد كښې دځانمرګي  بريدونو او بم چاودنو له امله په ولس كښې  سخته ويره خوره ده د اې پى ډي دغورځنګ  مخه نوره څوك  نشي نيولې.