کور / تازه خبرونه / د MMA په انتخابي لاريون بمي چاودنه وشوه

د MMA په انتخابي لاريون بمي چاودنه وشوه

 


سوات کښې د ايم ايم اے په انتخابي لاريون کښې بم چاودنه وشوه چې له امله يې څلور تنه مړۀ او اووه ژوبل شول ، د راپورونو تر مخه د سوات په سيمه چارباغ منګول تان روډ باندې يوه زوره وره چاودنه وشوه ، چاودنه هغه محال وشوه چې کله د مذهبي ګوندونو اتحاد ايم ايم اے انتخابي لاريون تېرېده ، په چاودنه کښې څﻻور تنه مړه شوى دى او صوبائى اسمبلۍ د پخوانۍ غړى مفتى حسين احمد په شمول اووه تنه سخت ژوبل شوى دى ، ژوبل کسان د سيدو شريف روغتون ته لېږدول شوى دى.