کور / z_buitenland_news -- 5 / زرداري:18 فبروري به د پيپلز ګوند د بري ورځ وي

زرداري:18 فبروري به د پيپلز ګوند د بري ورځ وي

د پاکستان پيپلز ګوند مرستيال مشر اصف علي زرداري وئيلي دي چې اتلسم فبروري به د پيپلز ګوند د بري ورځ وي ، د پيپلز ګوند مرستيال مشر خبردارى ورکړى دى چې که چرته د پيپلز ګوند کوم غړى د برياليتوب تر لاسه کولو وروسته د ګوند څخه د اوښتلو هڅه وکړه نو د ګوند کارکنان به هغه پرېنږدي ، بلاول کور لاهور کښې د ګوند پلويانو ، کانديدانو او مشرانو ته د وينا په ترڅ کښې اصف زرداري ټولو کانديدانو ته ووئيل چې خپل د پولنګ استازي وټاکي او په اتلسم فبروري چمتو واوسۍ او هېچا ته دغه اجازه مه ورکوى چې درغلۍ وکړي ، نوموړي زياته کړې ده چې پلويان دې وېره نه کوي چې کوم ګوند اسټيبلشمنټ لخوا رامنځته شوى دى هغه ماتېږي ، پيپلز ګوند تېره ورځ  په خپل مقام پاته ده.


 د يو بل خبر له مخي دپاكستان پيپلز ګوند مرستيال مشر اصف على زرداري د امريكا ادارې ( انټرنيشنل ري پيلكن انسټي ټيوټ) رپوټ دپيپلزګوند برياليتوب  وباله دبلاول  هاوس څخه  په خپره شوې خبر پاڼى كښې  اصف زرداري دامريكائى ادارې رپورټ  ستايلو  سره وويل  چې  اوس دغه خبره  په ډاګه  شوه چى  پرته د درغلي څخه  څوك پيپلزګوند ته په انتخاباتو كښې ماتې  نشي وركولې  دسروې  رپورټ څخه  په ډاګه  كيږي  چې په هېواد كښې  د قانون څخه سرغړونه  بې  روزګاري په شان ستونزې  لري او ولس  د اّئين څخه  دسرغړونې بيړني حالات رامنځته كولو دقاضيانو ګوښه كول او د ولس مشرۍ  په ټاكنو كښې دجنرل مشرف سره  يوالۍ څرګندنګړدهېواد په سلو كښې 58 به پيپلز ګوند ته رايې وركړي   دسروي رپورټ  ترمخه  مسلم ليګ  \”ن\” په سلو كښې  20  رايې  كټلى  شي اصف زرداري واكمنو ته خبر دارى وركړيدى چې  د درغلۍ  څخه  ډډه وكړي كنى ولس به د كورونو څخه  بهر ته پاڅون وكړي .