کور / z_buitenland_news -- 5 / د بېنظيري د قاتلينو مرسته کوونکو نوي معلومات ورکړه

د بېنظيري د قاتلينو مرسته کوونکو نوي معلومات ورکړه

د بېنظير بوټو د قتل په دوسيه کښې نيول شوو دوه و تنو حسنين او رفاقت تېره ورځ د پېندۍ په يوه عدالت کښې بيان ورکړ چې په هغه کښې ويل شوى دى چې دوۍ پر بېنظير بوټو باندې ځانمرګۍ بريد تر سره کوونکو کسانو ته اسانتياوې برابرې کړې وې ، حسنين او رفاقت هغه دوه کسان دي چې کوم پر اووم فبروري په پېنډۍ کښې نيول شوي وو، ملزمان په سختو امنيتي حالاتو کښې عدالت ته راوستل شول ، د رسنيو د راپورونو تر مخه عدالت ته دتېره ورځ ه خبريالانو ته د تېره ورځ وتلو اجازه ورنکړل شوه ، د عدالت څخه پس ملزمان د پېنډۍ اډياله جيل ته ولېږدول شول ، پوليس وايي چې د ملزمانو څخه د نورو پلټنو ضرورت نشته ، ددغې پېښې په پلټونکې ډله کښې شامل يوه چارواکي بى بى سى ته ووئيل چې ملزمانو د پلټنو پر محال دغه خبره کړې ده چې دوى ځانمرګي بريد ګر محمد بلال ته ددغه عمل تر سره کولو لپاره لاره برابره کړې وه او ځانمرګۍ يې تر لياقت باغ پورې رسولۍ وو او هلته يو بل ځانمرګۍ بريد چې اکرام الله نومېږي هغه هم هلته موجود وو چې بيا قبائيلي سيمه ته واستول.