کور / تازه خبرونه / طالبان:د سفير په بدل کي منصور دادالله غواړو

طالبان:د سفير په بدل کي منصور دادالله غواړو

ديوه عرب ټلويزون د راپورتر مخه طالبانو په كابل كښې دپاكستان سفير چې تيره ورځ په خيبر ايجنسۍ كښې وتښتول شو په بدل كښې د منصور داد الله د خوشي كولو غوښتنه كړيده دشخصي ټلويزون ترمخه په اسلام اّباد كښې ديوه عربي ټلويزون ژورنالسټ  وويل  چې طالبانو د سفير عزيز الدين د تښتولو مسئوليت په غاړه اخستۍ دى او په خيبر ايجنسۍ  كښې طالبانو د قبايلي  مشرانو ته  وئيلي دي چې  هغه تر اسلام اّباد پورې دغه خبره ورسوي  چې  دطالبانو د قوماندان منصور داد الله په بدل كښې به پاكستانۍ سفير طارق عزيز الدين خوشي كړل شي ديادونې وړده چې منصور داد الله  يوه ورځ  وړاندې د بلوچستان ايالت دقلعه سيف په سيمه ګوال اسما عيل زيو كښې پاكستاني ځواكونو لخوا په ژوبل حالت كښې ونيول شو.