کور / علمي / په مورنۍ ژبه دزده کړې اړتيا ( حاجي محمد اکبر ځاځي )

په مورنۍ ژبه دزده کړې اړتيا ( حاجي محمد اکبر ځاځي )

دا څېړنيزه ليکنه  د ملګرو ملتونو د کلتوري او تعليمي برخی 2008 م کا ل  ( يونسکو)    
له لورې د مورنيو ژبو د کال په ويـاړ  ليکل  شوې  او (( په افغانستان کې په مورنۍ ژبه  د زده کړې اړتيا ، ستونزې  او د حل لار))  پوهنيزه سيمينار کې ولوستل شوه .  دغه سيمينار ته په اروپا کې د افغاني کلتوري  ټولنو ګډ ی جرګې   له خوا د جنوري ميا شتی  26 په جرمني کولن ښا ر ته څېرمه هورت ښارګوتي کې پو هان او مينوال رابلل شوی و .


په مورنۍ ژبه د زده کړي اړتيا


دايوڅرګندواقعيت دی ، چې په خپله مورنۍ زده کړه دماشوم يوقانوني حق دی اوپه مورنۍ ژبه دتعليم امکانات برابراول په ځانګړې ډول کابل ښارکې ديوقانوني حکومت له بنيادي او اساسي دندوڅخه شمېرل کيږي چې داډول قدم اوچتول به په هېوادکې دملي يووالي اورښتني ټولنيزعدالت به پرلوري يولوی پرمختګ وګنل شي.


په اروپايي هېوادونوکې پوهانودمورنۍ ژبې په اړونديولړڅېړنې کړي ، چې دبيلګې په ډو ل يې نظرونه تاسوته وړاندې کوم .


د(ټورنتو) ديونيورسيټي پروفيسرجېم کومنينس    Jim Comnins  هغه تحقيقات اوڅېړنې چې په 2000 زکال کې يې ترسره کړي وايي : په دې وروستيو35 کلنوکې 150 سوجلاجلاډېرومعتبروڅېړنو دا په ډاګه کړي ، چې په مورنۍ ژبه زده کړه له ماشوم سره دباورلوړاحساساتي لياقت ، متوازن او حوصله لرونکی شخصيت او دماشوم دزده کړې ځواک په ذهني اخيستنه کې خورا لويه ونډه درلودلی شي .


اروپايي پوهان په دې ګروهمن دي چې که ماشومان په ښوونځيوکې زده کړه په مورنۍ ژبه سره  ترسره کړي، نونورې اروپايي ژبې به يې هم دخپلې مورنۍ ژبې دګرامري قواعدوپربنسټ په ډېرې چټکۍسره دزده کولوجوګه کړي .


پروفيسورجېم کومنينس Jim Comnins وايي : دامريکايي څېړونکودتحقيقاتوپربنسټ داهم روښانه شوې که چېرې زده کړه دهغووګړوپه مورنۍ ژبې سره پيل شي چې زموږپه اروپايي هېوادونوکې اوسيږي ، برياوې به يې خورازياتې وي .


په اروپايي هېوادونوکې ديوبل څېړنيزاوتحقيقاتي پروګرام چه نوم ېې دی :


Programm for Intarnational Student Assesment ياپه لنډه توګه PISA Studie  هم ورته ويلی کيږي ، دخپلې څېړنوپايلې داسې بيانوي :


که څه هم په اروپايي هېوادونوکې دماشومانود زده کړې لپاره خورا پرمختللي وسايل شتون لري، لېکن دزده کړو معيارکال په کارراټيټيږي اوﻻمل يې دبهرنيوهېوادونوګڼ شمېرماشومان دي، چې زموږماشومانوسره يوځای زده کړې کوي . نوموړې څېړندويه ډله وړانديزکوي که چېرې دبهرنيوماشومانولپاره په ښوونځيوکې په مورنيوژبو سره دليک اولوست امکانات برابرشي ، هغه اندېښنه چې داروپايي هېوادو اوسنۍ ټيټې سويې په هکله رامنځته شوې له منځه به وﻻړه شي اوبېرته به پخوانی برم تر ﻻسه کړي  .


يوه اتريشي څېړونکۍ سونيا شېرف  Sonja Schärf  په 63 مخونوکې په مورنۍ ژبه دماشوم دزده کړې په هکله څېړنه ترسره کړې.  دا وايي : موږ اروپايان که چېرې دنورو هېوادونوماشومانوته په خپله مورنۍ ژبه دتعليم اسانتياوې برابرې کړو،له بهرنه راغلي ماشومان به په ډېرې چټکۍ سره دپرمختګ پړاوته ځانونه ورسوي اوداستوګن هېواداقتصادته به هم ګټه ورسوي . بله داچې دغه ماشومان زموږ داروپايي ټولنې دهرهېواد يوه نه بېليدونکې برخه ګرځېدلې .


دټورنټودپوهنتون پروفيسور جېم کومنينس  Jim Comnins وايي دپورتينودﻻيلوپربنيادکه په اروپايي هېوادونوکې دوګړو په مورنۍ ژبې سره لومړني ښوونځي جوړشي پايلې به يې بريالۍ وي . دبېلګې په توګه دبلګش پروګرام ، چې په ازمايښتي ډول يې په هالنډۍ ، فرانسوي اودکوربه هېواد په ژبې سره پيل کړي دي ، پايلې يې ددوی له نظره خورا دقناعت وړ دي . اوس په پام کې ده، چې دغه لړۍ نوره هم وغځوي .


دOECD يو د PISA Studie  وروستی رپوټ وايي :


Programm for Intarnational Student Assesment ياPISA ددې لپاره چې په اروپايي هېوادو کې دماشومانودزده کړې چاپيريال يوازې اويوازې په پرمختللودرسي لوازمواو دلوړو زده کړوتکړه ښوونکو په درلودلوسره نه خلاصه کيږي ، ترڅوموږ له بهرنه راغليوماشومانوته په مورنۍ ژبه دليک اولوست ماحول رامنځته نکړو . البته دايوڅرګندواقعيت دی ، چې له بهرنه راغلي ماشومان اوس زموږ دمعاشرې لويه برخه ګرځېدلې ده .


PISA Studie  خپلې څېړنې ته داسې ادامه ورکوي ،که چېرې موږ اروپايان له بهرنه راغلو ماشومانوته دکلتوراوژبې پربنيادښوونځي جوړکړو ، دوی به دپرمختګ اوعلمي زده کړو پر لوراوچت ګامونه پورته کړي اودلوړوزده کړو وروستي پړاونوته به ځانونه ورسوي په ځان به باورولري اودنيمګړتياله احساس څخه به په کورټ ډول وژغورل شي .


زموږ په ګران هېواد افغانستان کې اوس مهال په ښوونځيوکې دپښتنوماشومانوستونزه خورا حياتي ده ، چې جدي اونه په شاکيدونکې پاملرنې ته اړتيالري . دادهرافغان ماشوم حق دی ، چې په پلازمېنه کابل کې په خپله مورنۍ ژبه زده کړې وکړي خوهغه په لکونوله مهاجرت نه راستانه شوي تنکي ماشومان داکارپه خپله نه شي کولی . دا دې پلرونواوکورنيومشرانودنده ده ، چې په ډېره بېړه اوچټکۍ سره خپل غږدپوهنې وزارت چارواکوته ورسوي .


ديونسکودمسؤلينوغونډې 2001 میلادی کال دډسامبر18 مې نېټې په اعلاميه کې په ډېروواضحوټکو سره داسې وايي :


هرانسان داحق لري ، خپل ځان څرنګه چې غواړي څرګنديې کړي اودخپل ژوندانه چارې دخپلې خوښې په ژبه په تيره بياپه مورنۍ ژبه کې رامنځته اوخپرې يې کړي .


په مورنۍ ژبه زده کړه دماشومانوطْبعي حق دی اوپه مورنۍ ژبه دزده کړې شونتيابرابرول ددولت قانوني مکلفيت دی .


داساسي قانون د16 مادې پربنسټ پښتواودري دواړه دافغانستان رسمي ژبې دي اوله بلې خوا داساسي قانون په 43 مه ماده کې په څرګندو ټکوکې راغلي دي ، چې دولت مکلف دی په ټول افغانستان کې دمتوازن معارف دعامولواوتامين لپاره اغېزمن پروګرام طرح اوتطبيق يې کړي.


دبشردحقوقونړيوالې اعلاميې په 26 مه ماده داسې راغلي ، چې ميندې اوپلرونه حق لري دماشومانولپاره يې دښوونې اوروزنې ډول غوره کړي .


همداراز دماشومانودحقوقوتړون (سي ار سي ) په 30 مه ماده کې وايي ، چې ماشوم بايدله خپلوحقوقوبې برخې نشي ترڅوله خپل کلتورڅخه خوندواخلي اوخپل مذهب ومني اوعملي يې کړي اوپه خپلې مورنۍ ژبې سره دژوندانه چارې سرته ورسوي .


دګوټېنګن دپوهنتون پروفيسور اېبرهارد کروسه    Eberhard Kruse    په خپله څېړنه کې وايي : په هېوادکې ميشتوقومونوبچيانوته که په مورنۍ ژبه دزده کړې امکانات برابر شي دهغوی په شخصيت جوړولوکې به خورا لويه ونډه ولري اودقوم دسوکالۍ او ودانۍ نښه به هم شي .


نوپه داسې حال کې دپښتوژبې ماشومانوته چې دامهال دکابل ښارګڼ شمېراستوګن دي ، په خپله ژبه ماشومانوته دزده کړو پروګرام پلي کول دملي يووالي له ټينګښت اودمحروميتونوله منځه وړلوسره به لويه مرسته وکولی شي اونورقومونوسره به دسيالۍ جوګه شي .


د1357 هجري لمريزدغويي کودتاسره جوخت دروسانوديرغل پرمهال په سلهاوو زره پښتانه کابل ته راکډه شول دښوونځيوماشومان يې دازموينې پرمهال نه يوازې په دري ژبه دازموينې جوګه نه وو، بلکې هغه مهال به ، چې يوۀ ښوونکي په تخته دازموينې سوالونه وليکل ، پښتو ژبو زده کونکوددې وس نه درلود،چې سوالونه دازموينې په پاڼه کې ياداشت  کړي . دغه زده کوونکي په دې اړکېدل ، چې له ګاونډ ناست دري ژبي زده کونکي نه يې په خپله پاڼه کې وليکي . وروسته ترليکلو به خپل ځای کې په ډېرې ناهيلۍاو وارخطايۍسره به ناست وو . کله چې به ښوونکي وپوښتل ولې سوالونوته ځواب نه ليکې؟ زده کونکي به په ډېرې ناهيلۍ سره په پښتوځواب ورکړ ، چې معلم صاحب زه په دري ژبه نه پوهېږم .


نوهمدا ﻻمل و ، چې ګڼ شمېرپښتانه ماشومانواوځوانانوله ښوونځيواو دزده کړې له چاپيريال سره دتل لپاره مخه ښه وکړه ، چې  دکابل په سلګونواستاذان زماددې ادعاشاهدان دي.


دمنهايم دپوهنتون دسوسيالوژۍ دڅانګې پروفيسور(هارترموت اېسر) وايي : له خپلې مورنۍ ژبې له زده کړې څخه ديوه تنکي بچي محرومول ددې سبب ګرځي چې ماشوم دعقلي ، ذهني ، روحي ، اخلاقي اود اروايي عقدوښکارشي اود افراط اوتفريط خواته وښويږي  .


يوبل المانۍ څېړونکی (هانس مالف ) Hans Malv په 2004 میلادی کال کې په يوه څېړنه کې يوۀ خورا مهم  ټکي ته ګوته نيسي ، چې يوماشوم ترشپږکلنۍ پورې په خپله مورنۍ ژبه 13 زره لغتونو پورې له ياده د زده کولو وړتيالري ، چې په هردوهم ساعت کې ديونوي لغت زده کولوته چمتودی..



خوډېره دافسوس اوبدمرغی خبره دادی چې په دولت کې  يوه ډله لوړ پوړي چارواکي دپورته ياد شوو نړيوالوحقوقو  اود اساسي قانون 43 مې مادې دپلې کېدو سره غبرګون او دپوهنی وزارت  دتعليمي نصا ب اومې مادېی سره چې ښوونه او روزنه بايد په مورنۍ ژبی سره وي ،په نه عملي کېدو ېې ډول ډول پلمې او ناندرۍ کوي . دپښتو ژبې دغزل ستوری همزه بابا واېي :


تر زړو سترګو مې ځوانې اوښکې راغلې


 معلوميږي چې دمينې ﻻ نيمګړې افسانه دی


خدای خبرچې افغانان به دغه اوږد منزل ته چې ماشومان به ېې په خپله مورنۍ  ژبه د زده کړې او لوړو تحصېلا توپړاوونو ته دهيلو کاروان سره مل ځانونه کله ور لنډ کړي . ستونځې  خورا زياتی دي . ولی  ددغو ستونځو دپېزوان کولو دپاره  په پوره اخلاص سره هلی ځلی پکار دي . واېي چې  ولسواکي  په ورورۍ چليږي  اوورري په  حساب . لوی او مهر بان  خدای(ج) په قران عظيم  کې دژبې په هکله په الابراهيم سوره کې داسی واېي .    وماارسلنا مِن رَسُولٍ اِلابِلِسان ِقومِهِ لِيُبيِنَ لهًَم  ژباړه . نه دی استولی موږ  هيڅ يو پيغامبر  مګر دهم هغه قوم  پر ژبه ، چې پيغام دوی  ته  روښانه کړي 


ښوونه او روزنه  دلوی او هسک  خدای ستر نعمت دی  په مورنۍ معياري  ژبی زده کړه دانسان  په ژوندانه اودښوونی او روزنی په بهير کې  رغنده جوت  اغيز لري ،انسان ته  دخوښۍ احساس ورکوي  ژبه دخدای هغه لوی نعمت دی  چې انسان دخپلواکۍ ،ملي غرور ،کلتوري  اوذهني  ځواکمنتياپه سمبالولو ځان بسيا ګڼي ، نو همدا علت دی چې لوی خدای د قوم پر ژبه په قران عظيم شان کې ډېر ټينګار کړی دی . څرنګه چې په مورنيو ژبو زده کړه دپرديو کلتوري يرغلونو په  مخ نيوي کې پرېکنده اغېز لري په داسی حال کې چې زموږ  هيواد همدا اوس  دګاونډيانو دفرهنګي يرغل سره لاس او ګرېوان دی دادی ښکېلا ک ګرو سيا سي چلن وي  چې لمړی  خپل فرهنګ په ډېری ځېرکۍ سره يو هيواد ته  استوي  او بيا په مدار مدار د سياسي  اواقتصادي له پلوه هغه هيواد ځان ته ايل کړي . همداسبب دی  چې حکومت دګڼ  شمېر ننګونو  سره مخامخ دی . داساسي قانون د 43 می مادی پر بنسټ پرته له دی چې پښتو او دري دهيواد د وګړو رسمي  ژبې دي ازبکي، ترکمنمي، نورستاني، پشه ېي،بلوچي او پامېري هم په هغو سيمو کې چې شتون لري  دولت مکلف دی چې دقانون له مخی په مورنۍ ژبه دښوونځيو تا بياېې وکړي تر څو دهيواد  دابادۍ  باعث وګرځي  اوژبني توپيرونه له منځه لاړ شي .اوس به راشو دی ته چې دافغانستان  پوهنی وزارت چارواکو ته کومی وړاندينیې پکار دي . د مخه يادونه وشوه  چې الماني څېړونکي Hans Malvداسی جوته کړې  وه چې يو ماشوم  تر شپږ کلنۍ  پورې د 13000 لغاتونو له يا ده د زده کولو ظرفيت لري ، د پيداګوژۍ پو هانو له نظره دزده کړې لپاره تر ټولو غوره ژبه مورنۍ ژبه ګڼي . دماشوم دزده کړې ځواک په لمړنيو کلو نو کې خورا ډېر وي ذهني اخستنه ېې چټکه وي ، يو زيا ت شمېر ماشومان  دژبی يو لړ اړين ټوکي له خپل مور او پلا ر، وروڼو،خو يندو او کليوالو څخه زده کوي او خپلې مورنۍ ژبی سره نوې کلېمې او ګرامري اصطلا حات په اسانۍ سره دذهن زېرمو ته سپاري .


يو ماشوم ديوې دوهمې ژبی زده کړې پرمها ل خپل نېماېي ذهني ځواک له لا سه ورکوي ،دزده کړې پر مهال د نيمګړتيا احساس کوي .اود رواني غوټو،بې زړه توب  چوپتيا سر بېره په ټولګي کې ځان خجا لتي او يوازی احسا سوي. څرنګه چه په مورنی  ژبه زده کړه دبشر دنړيوالو اعلاميو اوديونسکو دمديرانو جرګو،قران عظيم شان دهيواد اساسي قانون او دنړيوال قوانينودهيواد په مورنۍ  ژبه زده کړه با ندی ټينګار کوي، دپوهنی وزارت محترمو چارواکو ته پکار دی:


1: دسوانح کارتونو پر بنياد:


دکابل ښار په هغو سيمو کې چې په دواړو رسمي ژبو دښوونځيو په نښه کول د امکانه لرې بريښي دپوهنی وزارت درياستونو درانه غړي دی دزده کوو دسوانح کارتونو پر بنسټ په ليسو او ښوونځيو کې په ډېر دقيق ډول ددواړو رسمي ژبو ماښومانو لستونه راغونډ او دوزارت لوړپوړي چارواکي دې راټول شوو لستونو پر بنسټ دکابل ښار په ليسو او ښوونځيو کې دواړو ژبو ته په 1387لمريز کال کې څانګې پرانيزي البته داکومه ستونځمنه پروسه نده يوازی پوهنی وزارت اخلا ص او زړورتيا ته ضرورت لري.


2: هغه لېسی اوښوونځي چه دکابل په يوه سيمه کې څنګ پر څنګ شتون لري :


دښووی اوروزنی وزارت دې د زده کوونکو شمير پر بنياد په دواړو رسمي پښتو اودري ژبو سره يو يو ښوونځی په نښه کړي. چې دا ډول قانوني قدم اوچتول به دې ملي يواولي او وحدت ستن وګرځي او اوسني محروميت ته به پای ټکی کېښودل شي .


3: دماسپېښين لخواديوې ژبی ليک اولوست :


يا داچې دپوهنی وزارت محترم چارواکي دې دامکان په صورت کې د يوې رسمي ژبی زده کوونکو دپاره دسهار او بلې رسمي ژبی زده کوونکو دپاره دغرمې څخه وروسته دزده کړې اوروزنې اسانتياوې تيارې کړي .


4: د کابل پلا زمينې زرهاو خلکو غوښتنې :


په 1385 لمريز کال کې محترم پوهنی وزير په خپلو ويناوو کې داسې ويلي وو چې دزرو څخه زيات غوښتنليکونه دپښتو ژبي ماشومانو لخوا زما پرمېز پراته دي. اوزه مجبور يم چې دوی ته په خپله مورنۍ ژبه ښوونځي جوړکړم اوس ددې سوال نه پيدا کېږي وواېي چې که ما ته اوس څوک عرض وکړي اودپلا رونو اوميندو امضا وې راوړي زه به دوی ته  ښوونځيو په جوړولو اقدام وکړم . داساسي قانون په موجوديت سره دپوهنی محترم وزير لخوا ددواړ رسمي ژبو مسله کا بېنې غونډو ته وړاندې کول دومره اړين کارنه دی چې په شفاهي ډول سره ښوونکي ته اختيارورکول شوی دی چې په کومه ژبه غواړي تدريس دې وکړي . په داسې حال کې چې دټولو علمي اصولو له مخې دزده کړې اصلي محور زده کوونکی دی نه ښوونکی .


لنډه داچې د کابل ښار درانه اوسېدونکي مشران ، دولسي او مشرانو جرګو خواخوږي وکيل صاحبان، دښوونځيواو پوهنتون با احساسه استاذان او دقومي شوراګانو قدرمن غړي دې داسلام مبارک دين، نړيوالواوصولواو ديونسکو تړونونو په رڼا کې په مورنۍ ژبې دزده کړې پر هوډ باندی ټينګار او دعملي کېدو دکمپاين پر پايلو باندی ځانونه ډاډمن کړي . ترچو چې په هيواد کې دجګړو اومحروميت سره  غبرګون ديو اړخ په توګه دښېګڼې قدم اوچت کړی شي. اوبيا به دبسيا ژوند اود ملي يووالي پرلور دهيلو کاروان دځلېدو ځېری به ورکړي. لوی څښتن مو ملګری اوسه .