کور / شعر / جنّت او دوژخ

جنّت او دوژخ

 


يوه كيږدۍ وه
څيري پيري تكه توره كيږدۍ
په دې كيږدۍ كې
واړه خلك داسي غلي او مايوسه ناست وو
هر يو سړى خپلو سوچونو وو په سره اخيستى
هر يو سړى لكه مجنون له ځانه ورك غوندي وو.
د كيږدۍ ژوند دى
د كيږدۍ و مخ ته سپى تړلى،
هلته ډيوه پرته وه
هلته چيلم پروت و
هلته غړكه پرته
هلته په مېخ باندي
په يوه سپېره كڅوړه كې قرآن راټال و،
د كور هر يويو شى په خپل خپل ځاى پراتۀ وو ګويا
بس لنډه دا
دغې كيږدۍ ته ښاپېرۍ رغلې
دېوان راغله،
يوه زړه بوډۍ تور سرې
ورسره وه هم د دوى ملګرې
ښځي په ناستو انسانانو باندي ږغ وكړ چې
بلا مو واخلم څنګه غلي او مايوسه ناست ياست
واخلۍ چې زه يوه ډالۍ دركړمه
د خپل ټيكري په دواړو پيڅكو پورې غوټې وې دوه
هغه يې خلاصې كړې راوېيستو
جنّت او دوژخ
هغې هر چا ته ويل ګرانه ته جنّت غواړې له حورو سره
او كه دوژخ له سرو لمبو څخه ډك
ملا د خير من النو ناره شروع كړه دا وخت، 


تاثير.. لراوبر ډاټ كام كوټه h.taseer@gmail.com