کور / شعر / د بنګړيوالي مرګ

د بنګړيوالي مرګ

 


هغه د شنو بنګړو


 په مست سرور كې وركه


هغه مسته بنګړيواله جينۍ


هغه د ژوند له هره غمه څخه پاكه


او بېباكه پېغله.


هغه له بُغذ، كركې، حسد، ناخبره جينۍ


هغه د حُسن د سندرو سوداګره جينۍ


چا چې د ګل په پاڼو باندې رخڅولې


د راګونو اواره بُلبلې


او مستانه بُلبلې


 


÷÷÷÷÷÷÷÷


 


هغه د شنو بنګړو


په مست سرور كې وركه


هغه مسته بنګړيواله جينۍ


چا يې له ګوتو د سندرو بوخڅكۍ تسه كړه؟


چا يې بېشمېره خواهشات د زړګي قتل كړولو؟


چا يې په ښكلې سپرلني بدن خزان راوستو؟


 


 


 


[ څوك چې په بمي چاودنه كې مړه شوه ]


  


 


 


تاثير لراوبر ډاټ كام كوټه h.taseer@gmail.com