کور / شعر / شيطاني کوې

شيطاني کوې

ښکليه عجيبه غوندې دوستي کوې
امان امان وايې دښمني کوې



ته لکه انګرېز ياره څو ژبی يې
هيڅ باور مې نه شي دوه رنګي کوې



تا د امريکې خويونه ټول زده کړل
هر چېرې دې وينم بې ننګي کوې



ته هم ګاونډيانو نه څه کم نه يې
ټول کارونه ګوره شيطاني کوې



ګورو به دې خپل کورني غل سره
دا چې هره چاره حيواني کوې



راشه اباسين درته پښتو زده کړي
بيا به ته کارونه انساني کوې




5 فبروري 2008 فرانکفورټ جرمني