کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د اېران لاسپوڅي پان اېرانيزم ته کار کوي

د اېران لاسپوڅي پان اېرانيزم ته کار کوي

تاسو به خبر وي چي څو ورځې  وړاندي په مزارشريف کې دملي ټلويزون يو خبريال پدي تور له نقدي جريمي سره مخ شو چي د وزارت له خوا له  وار وار سپارښتنو سره سره يې اساسي قانون تر پښو لاندې کاوه او دمنل شوو ملي اصطلاحاتو پرځاى يې ايراني اصطلاحات کارول د بيلګې په توګه پوهنتون ته دانشګاه، پوهنځي ته دانشکده او داسي نور… پدي برخه کې داطلاعاتو او فرهنګ وزير ښاغلي  عبدالکريم خرم کوم فوق العاده کار ندي  کړى يواځي اساسي قانون يې پلي کړي چي له دندو يې شميرل کيږي خو د ښاغلي وزير دغه کار ځينې پلورل شوي کسان چي ډوډۍ د افغانستان خوري او شخوند دايران په اخور وهي دومره په قهر کړي چي په يو شمير ايراني پلوه مطبوعاتو کې پداسي اوتو بوتو سر دي چي د قلم عفت هم نه ساتي او د خپل وزن او اصليت سره سم داسي چټيات ليکي او وايي چي له ښکنځلو هم بدتر دي. ډير به يې نه ملامتوو ځکه څوک چې د څو ايراني تومانو په خاطر  له خپل هويت نه تريږي او د افغان په نوم شرميږي ځانته افغانستانى وايي له هغوى به سړى څه ګيله وکړي.
راځم دښاغلي محقق خبرو ته چي په پارلمان کې د فرهنګې او ديني چارو دکميسيون مسووليت هم لري، ښاغلي محقق  رسنيو ته ويلي چي داطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالکريم خرم د شپږو مواردو  په اړه دپوښتنولپاره  دراتلونکې سه شنبې په ورځ پارلمان ته  راغوښتل کيږي.
پرونۍ جنګسالار محقق چي تر پرونه يې دخلکو په سرونو کې ميخونه وهل، دبيګناه پتمنو ميرمنو سينې يې پريکولي دمړو نڅا ته يې لاسونه خړپول نن د ديموکرات په بڼه په پارلمان کې  ناست دي  او دهيواد په ملي هويت او ملي مصطلاحاتو ملنډي وهي، دغه لوي جنايتکار چي دناوړه مصلحتونو په پايله کې نن پدغه چوکې ناست دي ښاغلى خرم په کوم جرم دپوښتنو لپاره پارلمان ته غواړي هغي خو يواځي قانون پلي کړي هغه  قانون چي دافغانستان ملت منلي ايا دقانون پلي کول جرم دي؟ ايا دا دکابينې دهر غړي دنده  نده چي دنافذ اساسي قانون پيروي وکړي؟ که چيري دقانون پلي کول جرم وي نو په ريښتيا ښاغلى خرم جرم کړي او بايد جزا وويني  خو داسي نده محقق دې پخواني خوبونه نه ويني اوس د دوي دوخت ملوک الطوايفي نده اوس دخلکو په مخامخ رايو ټاکل شوي نظام واکمن دي ستاسو دناولو موخو پلي کول پکې ناشوني دي. د حيرانۍ خبره خو داده؛ دغه کسان  چي هرڅه کوي خير دي،  د دوى حق دي خو کوم پښتون چي خپله دنده ترسره کړي په دوى اور بل شي. محقق وايى يو موارد چي ښاغلي خرم د پوښتنو لپاره را غواړي د نګارستان ملي دنوم اړول دي په ګالري ملي باندي يا داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دلوحې اړول دي په پښتو باندي. ښاغلي محقق نه پوهيږي چي دغه ياد شوي مرکزونه چي جوړ شول همدا يې نومونه وو نو بيا څه اړتيا وه چي ستاسو په څير معتصبو او ايراني لاسپوڅو بدلول، ايا دا هرڅه دخان اکاوو دپاچا او زاړه زنا کار رهين په وخت کې بدل نه شول که ده تعصب نه درلوده نو څه اړتيا وه چي زياتري رسمي لوښي له پښتو په فارسي واړولې او اوس چې په هند کې دافغانستان دسفير په حيث دنده ترسره کوي هلته يې هم خپله ناولي څيره خلکوته جوته کړه او دافغانستان دلوي سفارت لوحه يې را کوزه او پرځا ى يې سفارت کبيرى افغانستان وليکل، بده يې لا دا چي د دغه سفارت له کتابتون څخه يې په پښتو ژبه ليکل شوي کتابونه لري او المارۍ يې په ايرانۍ فارسي ليکل کتابونو باندې ډکې کړې.
دغه پخواني جنګسالار او اوسني ديموکرات محقق نه وو چې   په پارلمان کې يې د رسنيو قانون چې په پښتو ژبه ليکل شوو او د تصويب لپاره ورليږل شويو په ډير قهر دميز په سر  وويشت چي (چرا به دري نوشته نشده به پشتو کي ميفهمند) ايا پښتو دافغانستان رسمي ژبه نده داچي  دا عالي جناب پرې  نه پوهيږي دده  په بي کيفايتي او تعصب دلالت کوي.
مونږ له خپلي خوږې ژبې دري سره هيڅ نوع تعصب نه لرو افغانستان د وروڼو ملتونو کور دي، تل يې د وروڼو په څير پدې تاريخي ټاټوبې ګډ ژوند کړۍ  خو اوس ځينې پلورل شوي کسان چې د څو پيسو په خاطر له خپل هويت څخه تير شوي بي ننګې يې قبوله کړي خو دخپل بادار شومې موخي تعقيبوي غواړي په هيواد کې دپښتنو او دري ژبو وروڼو ترمينځ تفرقه واچي  او استدلال کوي چي  دري او ايراني فارسي يوه ژبه ده  خو افغانان دومره ناپوهه ندي چي خپله خوږه او دوياړونو ډکه دري ژبه له ايرانۍ  فارسي سره توپير نه کړي.
افغانان داطلاعاتو او فرهنګ وزير اوسنۍ ګام پرځايې او داساسي قانون پلي کول بولي او ملاتړ يې کوي او هيچا ته به اجازه ور نه کړي چي په افغانستان کې پردى فرهنګ پلى کړي که دغوڅو تنو  ښاغلو ته ايراني فارسي ډيره خوند ورکوي نو لطفا دايران ته لاړ شي په دوى هسي هم نه کمه ده نه زياته  افغانستان د په خپلو ناولو قدمونو نه مرداروي.
په پاى کې زما غوښتنه د يو افغان په توګه له ولسمشر او د ولسي جرګې له ټولو هغو پر هېواد مينو غړو څخه دا ده چې په کلکه د عبدالکريم خرم ملاتړ وکړي او پرې نږدي چې دغه اېران پلوي جاسوسانو زموږ ملي وحدت، ملي ټرمينالوژۍ او ملي کرښو ته زيان ورسوي. دا هغه کسان دي چې د څو چټلو پيسو (تومانو) په بدل کې د اېران کرغېړنو (پان اېرانيزم) موخې تعقيبوي او اېران هڅه کوي چې لومړى په دغه هېواد فرهنګي يرغل او ورپسې نظامي يرغل وکړي. ولسمشر او پر هېواد مين افغانان دې دغه ټکي ته بيدار وي.