کور / نثر / زړونه په چاودنه چوې

زړونه په چاودنه چوې

 هغه غسل خانې کښې لمبلونه پس نوې سوټ واغوستو اوکمرې ته دغسل خانې نه بهر راووتو او کمره کښې جوړې المارۍ نه ېې دفرانسېسی پرفېوم اسپرې راواخستله او په سېنه او دواړو اوږو ېې ېو ؛پش ؛ وکړو او دګراج نه ېی نوۍ او ډېر ښکلۍ موټر راووېستو دغه موټر هغه اوس اوس اخستې وو . ددې نوې او ښکلې موټر دپاره دومره ډېرې روپې چرته نه راغلې وې ؟ نو دهغه خپل خېال او نظرېه دا وه چې څوک د دولت ګټل غواړې نو هغه ډېر سوچونه نه کوې .


 هغه موټر دکور ددروازې نه هم بهر راووېستو اودموټر دکېڼ اړخ دروازه ېی خپل خېالې او تصوراتې ملګرې ته بېرته کړه . دغه خېالې او تصوراتې ملګرۍ دهغه ېو داسې ملګرۍ وو چې نه هغه ته مجسم ښکارېده او نه بل چاته دۍ په نظر راتلو. خو عجېبه خبره وه چې دا ملګرۍ به لکه دسېورې هر وخت هغه سره وو . اودغه هر وخت ملګرتېا کښې به کله چې هغه دکار روزګار نه اوزګار شو نو به دغه ملګرۍ ورسره خبرو اترو ته اېله اوزګار شو . خودغه وخت به هغه د خوب جادوګرې په خپله غېږه کښې واخستو او دملګرۍ خبرو ته ته به ېی نه پرېښودو . هغه دملګرۍ دناستې نه پس په پاسنۍ شېشه کښې په دوېم ځل خپل مخ څهرې ته وکتل او دخپلې سراپا جاېزه ېی واخستله .


 د تندې دپاسه ېی راکاږه وېښته ېی په ېو لاس سم کړل . او دقمېص غاړه ېی په دوو ګوتو برابره کړه او موټر ېی دکوڅې نه دلوی سړک په لور دومره په تېزې اوچت کړو چې ددې نوې نوزۍ موټر دپاېو نه شېن لوګۍ پورته شو او دی څلورو واړو پاېو ېوه داسې فرېادې چغه وکړه لکه چرته چاودنه کښې ېو پښې لاس پرېکړۍ چې کړېکه وکړې . دا تاته چاوېلې دې چې دحرامې ګټې برکت نوې او دظالم ېا دبل په وېنو ګټه کوونکې سکون وقرار ورک وې ؟ دهغه په ژبه دماضې دنېستمن وخت ترېخ ېاد ېو اواز جوړ شو او هغه دماضې ددغه ېاد خبره خپل څنګ ته ناست ملګرۍ ته وکړه … ؛؛ که ما هغه وخت هغه منصوبه نه واې جوړه کړې او ماخپل ‌ذهن نه کار نواې اخستې او دجاېز ناجاېز ، دحلاحرام په خوشې چکر کې پرېوتې واې دغه مزی چرچې نه واې .


هغه ېوځل بېا ملګرې ته مخ واړولو او ېوه سترګه ېی په شرارتې انداز کښې ګوډه کړه ؛ او کنه ښه واېم داسې کارونو ته عقل ذهن او زړه پکار وې . خو ملګری ېی هېڅ جواب ورنکړو او هغه دموټر دټېپ ېو بټن تاو ګړه او دخپلې خوښې سندرې په اورېدو ېې وروځی او چتې کړې اوسر ېی دموسېقې په ساز او اواز رو رو خوځولو . واېی چی هر کس ته قدرت په ژوند کښی ېوه موقعه خامخا ورکوې خو هغه څوک دعقل نه پاک وې څوک پوه نشې ، څوک دحلال حرام او جاېز ناجاېز په چکر کښې پرېوځې او څوک لکه زماغوندې دعقل ذهن نه کار واخلې او دغه موقعه راټېنګه کړې او بېا ټول عمر عېش ، مزې کوې . که زه هغه وخت دجاېز ناجاېز او ګومګو په چکر کښې پرېوتۍ واې نو نن به دغه ارت لوې کور دغه نوۍ ښکلۍ موټر او دغه ډېر کاروبار ، جاېداد او دغه سهولتونه هېڅ نه وو . او زماژوند به هم دهغه مخامخ خوار وبون مزدور نه کم نه واې .


هغه څنګ ته تصوراتې ملګرې ته خبره وکړه ، خو ملګرې ېی دنور کله غوندې غلۍ چپ ناست وو . ؛؛ زه ښه پوهېږم چې ته به دشپې دخوب په وخت زمادتنګولو دپاره زما ددې ټولو خبرو ېو ېو ځواب به دلېل سره راکوې او زما دکار مخالفت به کوې . خوزه بېاهم ستا سره ېارانه کوم او تاسره ملګرتېا لرم . واقعې زه کم عقل ېم ـ ؛؛ هغه لکه دملګرې دهغې خبرې تاېد کړی وې کومه چې هغه لا کړې هم نه ده . هغه دموټر دپاېو لاندې تختېدونکې تور تارکولی سړک ته داسی شان کتل لکه هغه په خپل عقل ، ذهانت او هوښېارې باندې ډېر ناز فخر او غرور کوې . “اوداضمېر دڅه بلا نوم دې “ هغه ملګرې ته داسې رنګ نېغ وکتل لکه په هغه دطنز دکاڼې ګزار کوې . زه ضمېر اول خو دسره هډو منم نه ، دا ېو تش خېالې شۍ دې چی هېڅ وجود نلرې لکه رنګ چې هېڅ وجود نلرې او که فرض کړو څه شۍ وې نو هم دا به دهغو خلقو زړونو کښی همت او ډاډ وې ، زه دداسې فرضی شی په زور غندنه کوم هغه داځل ملګرې ته ونه کتل او خپله خبره ېی سرته ورسوله .


کوم وخت چی هغه خپل دغه خېالې ملګرۍ په دلېلونو په ثبوتونو په جواب کښی ېو رپ قدرې هم نه کولو ، خو هر کله به چی هغه دماسخوتن په کټ څملاستو نو دغه ملګرۍ به ېی لکه رابېدار شوې وی . او چې هغه به دملګری په خبرو لاجوابه شو نو اخری خبره به ېی ورته دا وکړه چی : اشنا، چی چا موقع وباېلله نو هغه ژوند وباېلو او چی چا ژوند وباېلو نو هغه ته بېا دژوند هېڅ حق نشته ـ او دې سره به ېی ېو لوې ارګمۍ وکړو او مخ به ېی دملګری نه په بله واړولو . هغه دلوېی څلور مخی دبرقی سګنل دسری اشاری سره دموټر کېڼ اړخ ته دومره په زوره او تېزی تاو او راتاو کړو چی دموټر دڅلورو واړو پاېونه ېوځل بېا ژوبل غوندی فرېاد پورته شو ، او دهغه سترګې مخامخ لورته پورته شولی . او هم دغه وخت دهغه ذهن کښی ېوداسی درز شو چی که هغه دموټر اسټرېنګ کلک نه وې نېولې او په حواسو ېی داول نه قابو نه وې لرلی نو ېوه لوېه حادثه هم کېدلی شوه هغه موټر دسړک غاړی ېو لورته ودرولو او دسړک په غاړه ولاړو ګڼو لوړو دنګو ونو ته ېی حېران حېران وکتل .


هغه دسړک په غاړه ولاړی ټولې ګورې او دګڼو او په شنو پاڼو کې ټولی ونې داسی بربنډوی بربنډی وښکارېدی لکه چا ناترسه ظالمانو ترېنه دتکو شنو پاڼو ټولی جامې په زوره وېستلي وې .اوچي هغه دبربنډو ونو عرياني محسوس کړه نو سترګي يي په بله واړولي خو هلته یوبل منظر دهغه مخي ته شو هلته هغه يو داسي کس وليدو چي دواړه لاسونه دواړه پښي اوتن دپاسه سريي لکه چرته په يوي چاودنه کښي الوتې وي اواوس په وينو سره تشه تنه په مخه زغلیدو ور پسي يو بل کس هم په هغه مخه په زغليدو هغه کس خپل دواړه پريکړي لاسونه دحالاتو په نيزو ټومبلی دچاباباپه مزارولاړوو .


دجنډو په شان او چت راخستي وواوهغه په دغه غوڅواوپه نيزو ټومبلولاسونو دوخت دظالمانو اودغرض دديوتاګانو خالاف حتجاجي چغي وهلي اوفرياديي کولو يوبل دريم کس هم پريکړل شوي ژبه لاس کي نيولي وه اوپه ماته خوله اوپريکړل شوي ژبه يي فرياد اواحتجاج کولو. يوي ځواني جاني ښځي دخپل اولنې بچي دوجود ټولي ټکړي په دواړو منګلو کښي راټولې کړي وي اوچغي يي وهلي . زما تنکي ماشوم بچي اوس هم ژوندي دي هغه په بم نه دي الوتي هغه اوده دي تاسووا يه خلکو تاسوراشي اوپه خپلو سترګوزما دايکي يوبچي ننداره وکړي راشي زمابچي…..،، دهغي ځواني ښځي چي په يومخ په زوره زوره چغوژړا نعرو حلق مرۍ اوژبه اوچ اوسپورشو نو داسمان سينه شلونکی غږ ژړايي تت اوبياغلی شو ، خوهم دغه وخت يوچا همدرد غوندي کس ورته د اوبو ډک ګلاس راووړ او ده هغې ترشونډو پوري يي يو وړو .


هغي ځواني جانې ښځي دغه اوبه داسي په سو غړت وڅښلې لکه دهاړ داوږدي ورځې په سره غرمه چې يي روزه ساتلې وي اوچي حلق مرۍ يي لږتازه شو نوزړونه چوونکې نعرې يي بيا جوړي کړي ؛ زمابچي زما دګل په شان ښايسته بچي مړنه دي هغه شهید دي او شهیدتل تر تله ژوندي وي زما بچي مړ نه دي ږ،کم عقلې اوبي وقوفې ښځي هسې بي ځایه چغي سوري څله وهي ستابچي ژوندي دي که مړ دي اوکه شهيد دي ددي نه اوس څه فایده! اصل خبره داده چي ستا دبچی دغوښو هډوکو اوسرو وينو قيمت په څومره اداکړي شوی وي او څومره به اخستي شوی وي اواوس به ستا دبچی دټکړې ټکړې وجود به تاته څومره معاوضه درکول کيږي ؟ هغه دښځې نه مخ خپل څنګ ته ناست ملګرې لور ته واړولو او هغه ته ېې داسې شان وکتل لکه ډېره دعقل خبره ېی هغه ملګرې ورته کړې وې . لږ ساعت دمې نه پس چی دهغه حواس قابو شو نو موټر ېی بېا روان کړو ـ پنځوس زره ؛؛ ېو لک ېا ددې نه هم زېاتې ؛؛؛ ؟


خونا ستا بچې ډېر ماشوم وو او دوخت حاکمانو دومره وس نه لرې نو چی پنځوس زره درکړې نو هم شکر وباسه . غرېبه ښځه ېی هسې دی هم دتپوس څوک نشته ؛؛ هغه ځان سره دهغې بوری مور دبچی دغوښو هډوکو ، تول په سکو کښی دخودکلامې انداز کښی وکړو . او چی هغه موټر هغه لورته واړولو چرته چی دلوړې درجی او تر ټولو نه زېات فېس اخستونکې ماډل اسکول وو اود هغه دواړو بچو پکښی سبق وېلو ، نو هغه په غوږونو واورېدل او په سترګو ېی ولېدل چی دلوړو بلډنګونو په اخوا دلوې او ډېر مصروف سړک په غاړه ېو درز وشو او دې درز سره دسړک دلورې تورشنه او خړ لوګی پورته شو .


ېوه بله چاودنه ؛ ېوبل درز ؛؛ دهغه په شونډو نرې غوندې موسکا خوره شوه . چی ددی چاودنې به څومره معاوضه ورکړی شوی وې ؟ دا خو ډېر مصروف او ګڼ بازار او سړک دې ؛؛ هغه ځان سره څنګ ته تصوراتې ملګری سره ېو ځل بېا په سکو کښی حساب راواخستو ، او دلرګو ، ګردونو ، لوخوړو او د پولس او د اسپتالونو داېمبولنسونو ننداری دپاره هغه موټر ېو خوا ته ودرولو او دپورته کېدونکو ګردونو ، لوګو او لوخړو په لور ېی وکتل نو په زړه کښی ېی څه شک غوندې راپورته شو . دغه چاودنه چرته ؟؟ شان کړنک وکړو ـ هېلو ــ ـ ـ هغه موباېل غوږ ته نېولو سره ووې او دموټر دروازه ېی بېرته کړه اودموټر نه بهر راووتو ؛ خو موباېل ېی دلاسه داسی په هېبت پرېوتو چی زمکی ته رسېدو سره دوه ټوټې شو . په هغه ېو داسې چکر راغلو چی په سترګو ېی هم توره تېاره جوړه شوله او هغه داسې محسوس کړه لکه پدې ښار کښی تر اوسه په ټولو چاودنو ، درزونو کښی لاس ، پښی سرونه پرېکړې شوی ټول مړې او ټول ژوبل په ېو ځای راغلې وې او دهغه نه ګېر چاپېره ودرېدلې وې او دهغه نه دخپلو سرونو ، لاسونو ، پښو ، ماتو ګوډو اندامونو ، سوری سوری غلبېل غلبېل سېنو اودخپلو وران شوېو کورونو اودخپلو سرو وېنو تاوان غواړې ـ هغه ددی انسانې بلاګانو په منځ کښی بېوسه ګېر پروت وه او په ډېری بې وسۍ ېی هغه انسانې بلاګانو ته کتل چی دهغه په احساس ېی نوکاری ښخولې . او چی څه لاره ګودر ورمعلوم نشو نو په عاجزۍ ېی خپل دڅنګ ملګرې ته داسی وکتل لکه څه مرسته مدد ترېنه غواړی . خو هغه ملګرې په وړومبې ځل په زوره زوره خندېدو ـ بېا لږ ساعت خندا نه پس ېی ملګرې په سنجېده او غمګېنه لهجه کښی ووی


کاشکې تاپردې بچې هم دچا دزړه ټکړی ګڼلې وای ، او ……….. لکه ستا دې داسې ځان دې دبل چا ،……