کور / تازه خبرونه / بلوڅ ګوندونو پر ولس ږغ کړی چي په ټاکنو برخه وانخلي

بلوڅ ګوندونو پر ولس ږغ کړی چي په ټاکنو برخه وانخلي

 


 

په سهيلي پښتونخوا كښې  بلوڅ  ياغيانو داسي ګواښ پاڼې ويشلې  دي چې په هغه كښې  خلكو ته ويل شويدي چې  دپاكستان دحكومت په انتخاباتو كښې برخه وانخلي  او نه دي څوك پولنګ  سټيشنونو ( د رايو اچولو مرکزونو ) ته ځي  كه څوك  پولنګ  سټيشنونو ته ولاړو نوهغه به بيا مسئوليت په خپله غاړه وي  دبى بى سي  دراپورترمخه دغه ګواښ  پاڼې دبلوڅ  ياغيانو تنظيم  كالعدم بلوڅ لبريشن  فرنټ لخوا غورځول شويدى  خو پدغه كښې دد درې تنظيمونو نومونه  ليكل شوي دى  چې په هغه كښې بلوڅ لبريشن فرنټ ، بلوڅ لبريشن ارمي  او بلوڅ  ريپبلكن ارمي  شامله دى  بلخواته په بلوچستان كښې  دكالعدم تنظيمونو برسيره اته نورو تنظيمونو چې  په هغه كښې  بلوڅ  بار ايسو سي ايشن ، بلوڅ خواتين پينل، بلوڅ  سټو ډينټس ارګنائزيشن  بلوڅ  نيشنل مومنټ او نورو دبلوڅ نيشنل فرنټ په نوم يواتحا د رامنځته كړيدى او انتخابات يې  رد كړيدي په ګواښ  پاڼه  كښې هغو كانديدانو ته خبردارى  وركول شويدى  چې  كوم ښځې  پولنګ  سټيشنونو ته بيا ئي  په ګواښ پاڼو كښې  ليكل شويدي چې  ددغوتنظيمونو پلويان كولې شي  چې پرپولنګ  سټيشنونو باندېي بريدونه تر سره كړي.