کور / تازه خبرونه / افغان ولسمشر روسيې ته سفر وکړ

افغان ولسمشر روسيې ته سفر وکړ

افغان ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د روسيې هيواد ته سفر وکړ . نوموړي د روسيې په هيواد کي په هغه غونډه کي چي د روسيې ، تاجکستان ، افغانستان او پاکستان هيوادونو تر منځ جوړيږي د ګډون په موخه تېره ورځ د روسيې هيواد پلازمېني مسکو ته سفر کړى . د جمهوري رياست څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي د دې سفر موخه په سيمه کي د امنيت ټينګښت ، د همکاريو پراختيا او د نشيي توکو په وړاندي مبارزه ښودل سوې ده .
په خبرپاڼه کي همدا ډول راغلي چي ولسمشر به د خپل پاکستاني ، تاجکستاني سيالانو سره جلاکاته هم وکړي او پر يو لړ اړينو مسائلو به ورسره وږغيږي . په خبرپاڼه کي يادونه سوې چي د ولسمشر سره په دغه سفر کي د بهرنيو چارو وزير ، د ملي امنيت مشاور ، د جمهوري رياست وياند او نور لوړ پوړي چاروکي ملتيا کوي .