کور / تازه خبرونه / عراق : په يوه ځاوژونکي بريد کي ٦٠ تنه وژل سوي

عراق : په يوه ځاوژونکي بريد کي ٦٠ تنه وژل سوي

د عراق په پلازمېنه بغداد ښار کي د يوه ځانوژونکي بريد په پايله کي شپېتو ته خپل ژوند له لاسه ورکړ . نوموړى بريد تېره ورځ د پوليسو يوه مرکز ته څېرمه په داسي حال کي ترسره سو چي خلکو د پوليسو په ليکو کي د درېدو په موخه نوم ليکنه کول . ويل کيږي چي د ياد بريد په وژل سوو کسانو کي د عراق پوځ ځني سرتيري هم وژل سوي دي .
د يادوني وړ ده چي د پيښي مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخستى .