د هېواد د خپلواكۍ د ۹۱ كليزې په وياړ د مبارکۍ پيغامونه
د هېواد د خپلواكۍ د يو نويېمې (۹۱) كليزې په وياړ د افغانستان د اسلامي جمهوريت د پوهنې د وزير پيغام
ډېر د ویاړ او افتخار ځای يې بولم چې د هېواد د خپلواكۍ د یو نویېمې (۹۱) کلیزې په مناسبت خپل او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د پوهنې وزارت د مشرتابه په استازيتوب د مباركۍ ژور مراتب وړاندې كوم.
یو د پاسه نوي کاله مخکې د افغانستان په خپلواكۍ مینو خلکو په ډېره مېړانه (چې ددې هېواد د اوسېدونكو خاصه ځانګړنه ده) او د الله (ج) په مرسته وکولای شول، چې د وخت استعمارګر قوت مات او هغه لویه امپراطوري له پښو وغورځوي چې په پراخۍ کې یې ساری نه درلود او یو ځل بیا د یوه واحد اسلامي هېواد د آزادۍ له ویاړه ډک بیرغ ددې هېواد په طلايعو باندې ورپوي.
دا بریالیتوب چې د یوې پېړۍ مبارزې او قربانۍ نتیجه وه، ددې سبب شوه چې يرغلګر ددې خاورې اوسېدونکو ته د احترام سر ټیټ او د ۱۲۹۸ کال د زمري په ۲۸ مه زمونږ د ګران هېواد آزادي په رسمیت وپیژني.
د افغانستان د خپلواكۍ اعلان بې له شکه په نړۍ کې د استعمار د ماتې پیلامه ګڼل كيږي، لكه څنګه چې د وخت د ستر قدرت شوروي شکست ددې سبب شو تر څو په ټوله نړۍ د كمونيزم نظام را نسكور شي، چې په حقيقت كې ددې ټولو وياړنو افتخار د افغانانو په برخه ؤ او دى.
د افغانانو لخوا د هېواد د خپلواكۍ له اعلان وروسته، ښوونكو او د ښوونې په ګاڼه سمبالو سټو د همت ملا وتړله تر څو د هېواد د لا زیاتې ښېرازۍ لپاره تكړه او لايق زده كوونكي او علمي کدرونه وروزي، ځکه نو تاريخ دا روښانوي چې د آزادۍ په لوموړيو ورځو كې ځوان نسل په علمي او فرهنګي ډګر كې رغنده رول لوبولى دی. تاريخ له ياده نه باسي چې غازي امان الله خان، محمود طرزي او د پوهنې ګڼ شمېر نورو يارانو د معارف د پرمختګ په ډګر كې فعاله ونډه درلوده.
په دې بايد اعتراف وكړو چې معارف زمونز د خلكو لپاره په ډېرو حساسو مرحلو كې د يووالي، وطن پالنې او د آزادۍ غوښتنې د زده كړې مركز پاتې شوى او په دې لړ كې يې رغنده رول لوبولى دی، ځكه خو يې د يووالي او وطن پالنې د مفكورې وركولو ستر هدف ته د رسېدو په لړ كې چې ،د هر افغان ملي او وطني دنده ده، په ښه ډول خپله دنده تر سره كړې. نو په وياړ سره ددې ادعا كولاى شو چې بايد ددې خاورې د خپلواكۍ د لارې مخكښان د نړۍ په تاريخ كې ثبت شي. واضح ده چې افغانان د ټولو آسيايي ملتونو د آزادۍ د قافلې سركښان بلل كيږي.
د افغانستان خپلواکۍ او په ډېپلوماټیک ډګر کې د افغان سوله پال سیاست بریآ په هماغه دور کې ددې زمینه مساعده کړه چې هېواد په سیاسي، فرهنګي او انکشافي ډګر کې ښه وځلیږي او یوه مډرنه، عصري او په ښو اخلاقو سمبال ټولنه رامنځ ته کړي.
د آزادۍ او خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته د امیر امان الله خان غازی په زمانه کې د پوهنې بنسټونه کېښودل شول او پدې دوره کې د تخنیکي زده کړو تر څنګ د نجونو زده کړو ته خاصه پاملرنه وشوه. دولت په خپلو پالیسیو کې د متوازنې ښوونیزې پراختیا لپاره د نارینه او ښځو لپاره د زده کړې زمینه برابره کړه. چې دې کار د آزادۍ او خپلواکۍ د ساتنې په لړ کې اساسي رول لوبولی دی.
له نېکه مرغه دا توجه او پاملرنه له څو لسیزو لوړو، ژورو او انقلابونو وروسته یو ځل بیا د پوهنې د زړه سواند رهبر، جلالتمآب حامد کرزي په دوره کې په بې ساري ډول پرمختګ کړی چې راتلونکو نسلونو ته یو روښانه زیری بلل کیږي.
یاده دې وي چې بدبختانه زمونږ په ګران هېواد كې د پرمختګ او ترقـۍ پروسه د هغو مملكتونو په پرتله چې له دې هېواد سره يې په يو وخت خپلواكي ترلاسه كړې په څو چنده سسته او ورو وه چې د نن نسل باید ترې عبرت واخلي.
خپلواكي او آزادي یوه الهی پېرزوینه ده، چې د هر مسلمان افغان حق دى، او ساتنه يې زمونږ د هر افغان وګړي ملي دنده ده، لكه څنګه چې دا روښانه ده چې په اوس زمانه كې د ازادۍ او ديني ارزښتونو ساتل يوازې او يوازې د جنګي او وسله والې مبارزې له لارې شونې نه ده، له بل پلوه د تمدن لوړو پوړو ته رسېدل، د علمي كچې پياوړتيا، پرمختللې تكنالوژۍ ته لاسرسٰى، اقتصادي ودې او سياسي ثبات ته اړتیا لري. لدې امله دې موخې ته د رسېدلو لپاره اړينه ده چې، د ملي يووالي په لاټينګښت، اسلامي ورورولۍ، د تعليم او تربيې د لا ډېرو اسانتياوو په برابرولو كې له هېڅ ډول هڅو او تلاش دريغ ونكړو، څو ددې سرلوړي ملت آزادي د تل لپاره په خپل ځاى پاتې شي.
آزاد دې وي افغانستان، سرلوړى دې وي د پوهنې نظام
په درنښت ،
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د پوهنې وزير – فاروق وردګ
اسلامي امارت : له انګریزي ښکیلاکه دخپلواکۍ د یونویمې کلیزې په مناسبت
د روان ۱۳۸۹ هجري لمریز کال دزمري اته ویشتمه ،له انګریزي ښکیلاکه دګران هیواد افغانستان دخپلواکۍ له ۹۱ یمې کلیزې سره سمون خوري له دې ورځې څخه پوره ۹۱ کاله وړاندې د۱۲۹۸ هجري لمریز کال داسد دمیاشتې په اته ویشتمې نیټې نړیوال انګریزي ښکیلاک ترهغه وروسته دافغان سرلوړي اولس خپلواکي اوځمکنۍ بشپړتیاپه رسمیت وپيژنده،چې تقریبا له یوې پیړۍ څخه په راپيل شویو پټو او ښکاره دسیسه بازیو ، مداخلو او مخامخ پوځي یرغلونو یې له هراړخیزې ماتې او شرمندګۍ پرته … بشپړ متن
په بل واکي کې دخپلواکي جشن نیول؟؟ – بسمل
درنو لوستونکو! ستاسو دارزښتناک وخت په پام کې نیولو سره غواړم په یوڅو لنډوکرښو کې د خپلواکي په اړوند له تاسو سره دزړه خواله وکړم .
هو! یو نوي۹۱ کاله مخکې افغانانو دغازي امان الله خان په مشري دهېواد استقلال وګاټه خوماتې خوړلي پرنګیان ارام نه کښېناستل، په ډول ډول توطیو یې داتل غازي امان الله خان دبدنامولو او پرزولو هڅې پیل کړې … بشپړ متن
داستقلال دورځې په مناسبت د حزب اسلامی دامیر محترم حکمتیار وینا:
بسم الله الرحمن الرحيم
د استقلال ورځ
وَ مَن يُقَٰتِلْ فى سبېل اللَّهِ فَيُقْتَلْ أَوْ يَغْلِب فَسوْف نُؤْتِيهِ أَجْراً عَظِيماً
ګرانو هېوادوالو!
زما د ايمان او عقيدې وروڼو او خوېندو!
غيرتي او با ايمانه مجاهدينو! السلام عليكم و رحمة الله و بركاته
نن له انګرېزانو نه د استقلال ورځ لمانځل كېږي! دا ورځ موږ ته راپه يادوى چي الله تعالى زموږ مجاهدو پلرونو ته91 كاله د مخه پر انګرېزانو برى وركړ، داسي لكه چي 20 كاله د مخه ئې د شوروي اتحاد پر ځواكونو موږ ته بريا راپه برخه كړه، خو راشئ وګورو چي دا ولې نه موږ هلته په دې بريالي شوو چي آزاد، خپلواك او اسلامي افغانستان جوړ كړو او نه د روسي فوځونو له ايستلو نه وروسته؟ انګرېزان ووتل خو خپل لاس پوڅي ظالم او مستبد پاچايان ئې ترشا پرېښودل، روسي فوځونه مو وايستل خو اقتدار ئې هغې ائتلافي جبهې ته په لاس وركړ چي د دوى پر ځاى له افغان ولس سره وجنګېږي او د روسي فوځونو نيم ګړى مأموريت پوره كړي!! دا دى اوس يو ځل بيا زموږ هېواد د پرديو تر اشغال لاندي دى، د انګرېزانو او امريكايانو ترمشرۍ لاندي صليبي ځواكونه زموږ پر هېواد حكومت كوي او د افغانستان په ګوټ ګوټ كي د دوى بيرغونه رپېږي!! آيا دا زموږ لپاره يو ستر پېغور نه دى؟ آيا دا زموږ د ايمان او غيرت لپاره يوه آزموينه نه ده؟ او آيا دا زموږ دين، مذهب، خپلواكي او آزادۍ ته څرګند ګواښ نه دى؟ بيا ګورئ چي نيواكګران له خپلو افغاني غلامانو نه د آزادۍ او ديموكراسۍ اتلان جوړوي او د دوى افغاني غلامان، خپل باداران د آزادي بخښونكو او بيا ودانونكو په نامه ستايي!! بيا آزادي غوښتونكي مجاهدين د (اشرارو)، (تخريبكارانو) او (تروريستانو په نامه يادوي او زموږ ملت او مجاهدينو ته همغه څه وايي چي انګرېزانو او د دوى شاه شجاع 91 كاله د مخه ويل او روسانو20 كاله مخكي!! دا دى تاريخ بيا تكرار شو او بيا ئې زموږ پر اوږو د آزادۍ د يوې بلي جګړي دروند پېټى كيښود، بيا له موږ نه غواړي چي د ميوند او جګدلك خاطرې راژوندۍ كړو او بل ستر او تاريخي جهاد ته ملا وتړو. الحمد لله دا جهاد پيل شوى، ورځ په ورځ ئې لمن پراخه شوې او اوس داسي مرحلې ته رسېدلى چي برى ئې نږدې برېښې، إن شاء الله زموږ زړه ور مجاهدين به صليبي ځواكونو ته داسي ماتې وركوي لكه چي پلرونو ئې انګرېزانو او روسانو ته ماتې وركړه، موږ د الله تعالى په رښتونو وعدو دا باور لرو او راتلونكي ته دا ډاډمن انتظار چي إن شاء الله ډېر ژر به زړه ور او مجاهد افغانان له غرونو، سردرو او كليو راكوز شي، شنه بيرغونه په لاس كي، د تكبير له نارو سره، د ښارونو له باايمانه او ديندارو اوسېدونكو سره به يو ځاى شي، د ښكيلاكګرو اډې به محاصره كړي، د جګدلك او ميوند خاطرې به راتازه كړي، په ارګ باندي به د اسلام بيرغ ورپوي، د زندانونو دروازې به ماتې كړي، ټول هغه كسان به آزاد كړي چي د اسلام او آزادۍ غوښتلو په تور نيول شوي وو، د دوى په ځاى به د انګرېزانو او امريكايانو جاسوسان او ملي خائنان په دې زندانونو كي واچوي او نړۍ والو ته به اعلان كړي چي نور نو افغانان آزاد او خپلواك دي، د خپلي خوښي اسلامي حكومت به جوړوي او خپل مشران به په خپله غوره كوي.
وروڼو خويندو!
ټول با ايمانه افغانان يووالي، ورورولي او وحدت ته رابلم، ټول افغان ولس بايد يو بل ته د ورورۍ او وحدت لاس وركړي، په ګډه د دښمن مقابله وكړي، بايد پرې نږدي چي د هېواد په هيڅ ګوټ كي اشغالګران يوه شېبه آرامه تېره كړي، اوس د يوه ستر ملي پاڅون وخت رارسېدلى، په دې پاڅون كي بايد ټول افغانان فعاله برخه واخلي. افغان ولس ته په كار ده چي هغه څېرې د دښمن د خدمتګارانو په نامه وپېژني چي قومي او ژبني تعصباتو ته لمن وهي، وروڼه قومونه سره جنګوي، د قوم په نامه ځان ته امتيازات غواړي، د جهاد مخالفت كوي او افغان ولس دې ته رابلي چي اشغالګرانو ته تسليم شي او د دوى واكمني ومني، كوم ناافغانان چي د څو پيسو لپاره خپل ايمان خرڅوي او د ملي اردو او ملي پوليسو په ليكو كي ودرېږي او د بهرنيو تر قومندې لاندي د خپل ولس په ضد جنګېږي، ډېرى ئې همغه دي چي پرون له روسانو سره يو ځاى شول، د هغوى د ګټو لپاره له خپل ملت سره وجنګېدل او نن امريكايانو ته تسليم شوي او د دوى لپاره همغه پرونى كار كوي.
موږ هغو خلكو ته حيران يو چي د انګرېزانو تر بيرغ لاندي له انګرېزانو نه د آزادۍ ورځ لمانځي، نه پوهېږو دا څنګه آزادي ده او دا څنګه جشن او لمانځنه ئې!! نه پوهېږو په دې له ځانه پرته څوك دوكه كولى شي؟!!په داسي حال كي چي اوس د هېواد په ګوټ ګوټ كي د بهرنيو ځواكونو نظامي اډې جوړې شوې، د هري اډې پر سر د دوى بيرغونه رپېږي، زندانونه لري، آزادي غوښتونكي افغانان نيسي، زندانونو ته ئې لېږي، پر كليو ئې بريدونه كوي او پر كورونو ئې بمونه وروي، په ټول هېواد كي ئې تر اتيا زيات د راډيويي او تلويزيوني خپرونو سټيشنونه جوړ كړي، نږدې درې سوه ورځپاڼې، مجلې او نشريې خپروي، د افغاني فوځ او پوليس روزنه د انګرېزانو په لاس ترسره كېږي، هم د هېواد ځمكه او هم هوا د دوى په واك كي ده، د جمهور رئيس امنيت، حتى په ارګ كي هم دوى ساتي!! نو څوك به دا ومني چي افغانستان آزاد دى او افغان ولس د خپل برخليك څښتن!! إن شاء الله افغانان به د واقعي آزادۍ جشن لمانځي، خو هغه وخت چي ټول بهرني نيواكګر ځواكونه زموږ د ګران هېواد له لوېشت لوېشت خاورې نه وتلي وي، په هېواد كي د اسلام بيرغ رپانده وي او موږ د خپلي خوښي منتخب اسلامي حكومت ولرو.
مرګ پر اشغالګرانو
سرلوړي او بريالي دي وي مجاهدين
حكمتيار
افغانستان
پنجشنبه 28 اسد 1389