کور / کره کتنه / محمد ضيا صالحي د سياسي توطيو ښکار

محمد ضيا صالحي د سياسي توطيو ښکار

د تېرو اتو کلونو په بهير کې د ولسمشر کرزي په حکومت کې يوه غټه ستونزه دا وه، چې ده او نظام ته وفادار خلک بايد له ده څخه لرې وساتل شي او د نظام چلونې اساسي پوستونه يې په واک رانه شي. دې نظام کې چې کومې ګڼې ستونزې اوس محسوسېږي، يوه يې همدغه ده، چې نظام دښمنه، افغان دښمنه او ان کرزي دښمنه عناصر تر هر چا زيات په نظام کې ډېر مطرح دي او ان ولسمشر ته ډېر مقرب دي. يو شمېر بهرنۍ او ځينې کورنۍ کړۍ شته چې د نظام او ولس، جمهور رئيس او خلکو ترمنځ واټن رامنځته کوي، ښاغلى محمد ضيا صالحي که پخوا په هر نظر او هر فکر و او يا يې له هر تنظيم سره تړاو درلود، خو له هغې ورځې چې امنيت شورا دفتر کې مقرر شوى د خپلو پراخو، ټولنيزو، سياسي او قومي روابطو له لارې يې د ولسمشر کرزي حکومت ته ډېر کار کړى او دې نظام ته د يوه وفادار او موثر شخص په توګه څرګند شوى دى.

محمدضيا صالحي په دې بريالى شوى چې د ولسمشرۍ د دويمې دورې په انتخاباتو کې د افغانستان په شمال کې يو شمېر لږکي قومونه، د هغو موثر مشران او نور متنفذين د کرزي په ګټه راواړوي او په دې ټاکنو کې د کرزي په ګټه موثر نقش ولوبوي. ضيا صالحي د خپلې ژبې د پوره فصاحت او بلاغت له لارې او دا چې په روسي، انګرېزي، اردو، دري او پښتو ژبو پوهېږي، يو شمېر بهرنيو هېوادونو سره د کرزي د حکومت د روابطو په ښه کولو کې رول لوبولاى دى.

کورني اجتماعي مناسبات يې هم تر حده زيات دي. د امنيت شورا د دفتر له لارې يې د افغانستان د علماوو له سراسري شورا او نورو سياسي او قومي مشرانو سره پراخ روابط درلودل او د پراخو اقتصادي امکاناتو باور پرې شوى و. صالحي په داسې يو موقف کې و چې که نورو ته يې اقتصادي امکانات نه واى برابر کړي، نو بل چاته يې هم د لاس غځولو اړتيا هېڅ نه پيدا کېدله، خپله معاش يې هم دومره و چې دده د ژوندانه ټوله اړتيا يې خړوبولاى شوه. له هغې ورځې چې په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد د افغانستان د حکومت او نړيوالې ټولنې، په تېره بيا د امريکا د متحده ايالتونو ترمنځ زړه بداوى راپيدا شوى، نو داسې اټکل کېده چې يو شمېر دولتي چارواکي به ضرور د امريکايانو ددې قهر په بټۍ کې لوېږي، خو دا چې څوک به دې اور ته لوېږي، حقيقي او واقعي فسادګر؟ او که هسې څو د ګوتو په شمار کسان چې په فساد کې لاس نه لري، خو نظام ته وفادار دي؟ دا وېره هم وه چې کېدى شي بيا هم د ګناه کارو پرځاى بې ګناه او د زورورو پرځاى کمزوري قرباني شي.

له هغې ورځې چې د امريکايانو له خوا (( د درنو جرمونو پرضد د مبارزې اداره)) جوړه شوې، نو د هغې وېرى اټکل پر واقعيت بدل شو چې تصور يې کېده. دې ادارې تراوسه پورې (٥٤) بېلابېل دولتي او نادولتي اشخاص نيولي دي. دا څلور پنځوس کسان ټول پښتانه دي، يوازې دوه تنه په کې داسې دي چې دري وايي، د هرات دي خو له قومي پلوه هغوى هم پښتانه دي، نور نو په بل هېڅ قوم پورې اړوند فسادګر په کې نه شته. دې کې داسې کسان هم شته چې اوس يې هم په کور کې وچه ډوډۍ نه پيداکېږي، خو هغوى يې هم د بډو او رشوت په تور رانيولي، دې ډله کې يو هم هغه فساد ګر نه شته چې پانګه يې تر حساب و کتاب وتې ده او يا په جنګي تنظيمونو پورې اړه لري.

د جمعيت، نظار شورا، وحدت حزب، جنبش او يا نورو هغو احزابو چې په جګړه کې د امريکايانو انډيوالان دي او اوس يې په نظام کې حساس پوستونه نيولي او په لکونو جريبه ځمکه يې غصب کړې ده، ددې ډلو له جملې څخه يو تن هم نه شته؛ ټول هغه کسان بنديان دي چې پښتانه دي او جمهور رئيس کرزي، اوسني نظام او د افغانستان ثبات ته وفادار دي. داسې ښکاري چې ( د درنو جرمونو پرضد د مبارزې ادارې) تر شا نورې پټې توطيې پټې دي او غواړي يو قوم په مجموعي ډول په افغانستان کې له سياسي، اجتماعي او قومي فعاليته وغورځوي، روښنفکر او تحصيليافته به يې دلته په حکومت کې ټکول کېږي، ولس او نالوستي به يې د طالبانو او امريکايانو په جنګونو او بمباريو کې وژل کېږي، که نه نو دا څه مانا لري چې سل په سلو کې ((فساد ګر)) دې هم په حکومت او له حکومته دباندې په يوه قوم کې راټول شي؟ که داسې نه وي، امريکايان خو دې د کريم خليلي د هغه د ورونو، محمد قسيم فهيم د هغه د ورونو، رباني د هغه د زامنو، ډاکتر عبدالله، قانوني، امان الله ګذر، معلم عطا او نورو پانګه هم وپلټي. عجيبه خبره ده د پکتيا امنيې قومندان د ټلېفون په کرښه د (درې لکه افغانيو) په تور زنداني کېږي، خو معلم عطا بيا د ورځې په درې مليونو ډالرو رشوت او فساد نه يوازې دا چې نه بندي کېږي، بلکې ستايل کېږي.

ضيا صالحي د دولت داسې لوړ رتبه اجرايي مامور نه دى چې پر چا دې د فشار له لارې د بډو اخيستلو واک ولري او نه د امنيت شورا دفتر داسې دفتر دى چې د رشوتونو په مورچل کې دې ناست وي. دا يو سياسي دفتر دى چې اکثره کرزي ته نږدې وفادار خلک په کې راټول دي. د ضيا صالحي نيول کرزي ته دا پيغام رسوي، چې که چېرې د امريکايانو له حکمونو او غوښتنو سرغړاوى کوي، نو داسې ګوشمالي به ورکول کېږي. ضيا صالحي د همدې لويو سياسي لومو په يوه لومه کې راګير شو. عجيبه خبره داده چې صالحي بندي کېږي، خو امرالله صالح ازاد او خلاصې تڼۍ ګرځي او معلم عطا وياړل کېږي. وخت ته به منتظر شو چې د امريکا له خوا جوړه شوې ( د درنو جرمونو پرضد اداره) غټو جنايتکارانو ته لاس ور وړي که نه؟ او که همداسې پر مظلومو پښتنو خپل تمرين ته دوام ورکوي؟