کور / سپورټي / کرکټ : افغان اتل ملي ټېم سبا کابل ته رارسیږي

کرکټ : افغان اتل ملي ټېم سبا کابل ته رارسیږي

د افغانستان ملي لوبډله سبا په ۲۸ د زمري د کابل په وخت د سهار په ۶:۳۰ بجو د صافي هوائي شرکت په الوتکه کې له سکاټلینډ څخه پلازمینې کابل ته رارسیږي.

ملي لوبډله د سکاټلینډ هیواد ته د لویو وچو یا د انټرکانټینټل د سیالیو ۵ څلور ورځینۍ سیالۍ ته  له سکاټلینده سره په ۴ د اګست له هیواده په سفر تللې و.

افغان ملي لوبډلې ارزښتناکه څلور ورځینۍ سیالي د سکاټلینډ له هیواد په ۲۲۹ منډو وګټله او د انټرکانټینټل په جام کې يې افغانستان ته د ۷ هیوادونو په کتار لومړی مقام وګاټه.

افغان ملي لوبډلې په سکاټلینډ کې دوه یوه ورځینۍ سیالۍ هم  د همدې هیواد سره درلودي چې یوه سکاټلینډ اوبله د افغانستان هیواد وګټله او سره مساوي اعلان شوي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو څانګي د خبرتيا له مخي ملي لوبډله سبا د اګست په ۱۹ او د زمري د میاشتې په ۲۸ نېټه سهار د کابل په وخت ۶:۳۰ بجې رارسیږي او پدې ډول په افغانستان کې د ټولو رسنیو څخه هیله کوي چې سبا ته د ملي لوبډلې د سترې لاسته راوړنې د لمانځلو لپاره د کابل هوائي ډګر ته ځانونه راورسوي.





یادونه : افغان کرکټ بورډ د رسنیو د خبریالانو لپاره د کابل د هوائې ډګر له چارواکو څخه اړونده اجازه اخستې نو د رسنیو څخه هیله کوو چې په خپل وخت هوائې ډګر ته ځانونه راورسوي.