کور / راپور / کرکيټ بورډ پر شهزاد محمدي بنديز ليري کړی دی

کرکيټ بورډ پر شهزاد محمدي بنديز ليري کړی دی

د افغانستان د کرکيټ بورډ وايي، چي پر محمد شهزاد باندي د لوبو لګېدلی بنديز يې ختم کړی او اوس هغه کولای سي چي په لوبو کي ګډون وکړي.

پر محمد شهزاد اووه مياشتي وړاندي له دې امله بنديز ولګېدی، چي د کرکيټ بورډ له اجازې پرته يې له افغانستان څخه بهر سفر کړی او هلته يې په لوبو کي ګډون کړی دی.

شهزاد محمدي له اجازې پرته پاکستان ته سفر کړی وو او هلته يې په محلي لوبو کي ګډون کړی وو.

که څه هم دا بنديز د يوه کال لپاره وو، خو اوس کرکيټ بورډ وايي چي د هغه بنديز يې ليري کړی، خو په قرارداد کي به يې دا بنديز پرځای پاتي وي.