کور / سياسي / د یو ملي ادرس او زعامت په لټه کې

د یو ملي ادرس او زعامت په لټه کې

لیکوال: محمد نحیم حقمل

د څلوېښت کلنې جګړې په ترڅ کې د افغانستان د خلکو یوه لویه ستونزه  د ملي ادرس او ملي زعامت نه شتون او نه لرل دي. دهمدې پر له پسې جګړو، دښمنیو ، ورانیو او بدبختیو یو اصلي عامل هم د ملي ادرس، زعامت او قوي مرکزي حکومت نلرل دي او دا تشه تر اوسه نه ده ډکه شوې او له دې پلوه ټول ناروغ یو، وطن مو وران دی او د خړواوبو په دې چټل ډنډ کې هرڅوک دخپلې خوښې کبان نیسي.

ملي ادرس، ملي زعامت او ملي قوي مرکزي حکومت دری واړه جلا تعریفونه، ځانګړتیاوې، ښېګڼې او ګټې لري چې په هکله یې سلګونه کتابونه ، مقالې او اکاډمیک او علمې بحثونه  شوې دي او د همدې څیړنو او ارزونو پر بنسټ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې داسې هېوادونه او حکومتونه ډیر دي چې له همدې ځانګړتیاو برخمن دي اود تکنالوژي پر دې پرمختللي عصر کې خوشحاله، ارام، سوله ایز او نیکمرغه ژوند لري.په همدې لیکنه کې هدف له علمی او اکاډمیک بحث څخه نه دی، غواړم دخپلو سیاسیونو پام دې موضوع ته راوګرزوم ترڅو وکولای شي دې پر له پسې جګړو، دښمنیو، مخالفتونو او بحرانونو ته د پای ټکۍ کیږدي او ټول په یوه خوله د سولې په محور د ملي واحد ادرس او زعامت په لټه کې شي.

زموږ اکثریت سیاسي مشران او ډلې ټپلې له دې پلوه ډیر کمزوري دي او دوی و نشوی کولای د څلوېښت کلونو په ترځ کې له ډیرو شتو غوره او مناسب فرصتونونه روغه او رغنده  ګټه واخلي او دا لویه تشه ډکه کړي.د ۱۳۵۷ کال  نه تر اوسه پورې او د پاکستان د هفت ګانه او د ایران دهشت  ګانه او یا د غويي د اومې او اتمې نه  تر نن پورې زموږ غمیزه اوږده، سخته او وژوره شوه، لسګونه نورې مزدورې او د پردیو اجیرې تازه او نوې ډلې او سیاسي څیرې راپیدا او وزېږدې چې په پایله کې ولس او هېواد له  سترو خطرونو او چلینچونو سره مخامخ شوی دی او ځینې ډلې ټپلې په همدې اوسنیو شرایطو او حالاتو کې ملي حاکمیت، واحده جغرافیا، ملي یووالی او افغانستان ته په خپل لاس لوی زیان رسوي.

اوس چې افغان ولس او هېواد د سولې په یو مهم او برخه لیک  بهیر او درشل کې دی او دسولې خبرې د پرمختګ په حال کې دی او نیم بند اوربند یا دنورو په ژبه د تاوتریخوالي کچه را ټیټه شوې ده، ځېنې ډلې او سیاسیون له دې فرصت نه  اګاهانه او یا غیراګانه ناوړه ګټه پورته کوي او د خپلو شخصي او ګروپي ګټو او اهدافو په خاطر هېواد او ولس د ځان غوښتنې له یو بل طوفان سره مخامخ کوي.

زموږ وطن د څلوېښت کلن جګړیز بهیر او ناورین په ترځ کې د بحرانونه یو ه لویه مجموعه یا ټولګه ده ، اوس د موازي حکومت  نوې زمزمه، ترانه او فکرونه په حقیقت کې یوبل او تازه بغاوت او فراقانوني حرکت او عمل دی چې تاوان یې ولس او هېواد ته رسیږي او د افغانستان ملي حاکمیت، خپلواکي او جمهوریت مشروعیت تر سوال لاندې راوړي اوهغه سترې ملي ګټې او تیرې لاس ته رواړنې چې د لویو اتلویلو او قربانیو په پایله کې لاس ته راغلي له ګواښ سره مخامخ کوي او ترې نه د افغانستان د وېشلو او تجزیې بوی راځي.

که چیرته همدا سیاسیون او ډلې  د افغانستان خلکوته د خدمت ادعا لري، که څه هم پېږندل شوي دي او امتحان یې ورکړی دی، ولې دوی کولای شي د اساسي قانون او نور قوانینو په رڼا کې د یو قوي اپوزیسیون په تشکیل او جوړښت سره دا خدمت ترسره کړي ، دولت او حکومت دې محبور و هڅوي چې په حکومتي او ټولنیزو چارو کې لوی بدلون ،پراخه او ژور اصلاحات رامنځ ته کړي.

موازي حکومتونه، یا د قدرت ځانګړې جزیرې 

او ملک الطوایفی د افغانستان په تاریخ، ولس، مذهبي، فکري،  ټولنیز او قومي جوړښت کې ځای او اهمیت نلري اود ټولو ملي او نړیوالو قوانینو پرخلاف یوغیر قانوني عمل دی.نړیواله ټولنه په سرکې امریکا ، ناتو، اروپایي ټولنه او د نړۍ نور هېوادونه او مشران په هیڅ ډول له دا ډول طرحو سره توافق نلري او دا هرڅه د دوی د ګټو، تګلارې اوبهرني سیاست سره سمون نه خوري .

 په اوسنیو شرایطو کې چې موږ ټول د سولې، اوربند، پخلاینې،بین الافغاني مذاکراتواود یو مرکزیت او واحد ادرس په لور روان یو دا ډول  بې بنسټه طرحې او بغاوتونه  یوازې د دوو ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران  او نورو کورنیو او بهرنیو دښمنانو په ګټه دي  چې زیان به یې امریکا او ملګرو هېوادونو ته هم ورسیږي .له بل لوري همدا ډلې د حکومت یوه لویه برخه جوړوی او هیڅ ډول  منطق نشته چې ارګ دې په ډلو او د قدرت په جزیروتقسیم شي.تیر دوه سری حکومت د هېواد او ولس لپاره اغیزمن او ګټور نه وواو تجربو دا په ډاګه کړه چې هېواد او ولس یو واحد ادرس او رهبری ته اړتیا لري او دا یو ملي ضرورت دي.اوس هم د حکومت نیمګړتیاوې او ډیرې کړنې ولس ته د منلو وړ نه دي،خو بغاوت او شورش یې د حل لاره نه ده.

د سیاسي منډو او هلوځلو او جوړجاړیو په دې لړ کې اوس  یوازې  د ښاغلي حنیف اتمر سوله پالې هلې ځلې  او مبارزه چې  د یو نوي سوله پال ملي جوړښت په رامنځ ته کولو سره یې پیل کړي دي، دا هیلې او درسونه رازده کوي ترڅو د ملي ګټو، ملي حاکمیت او ملي ارزښتونو پر بنسټ ولس او هېواد د نړیوالې ټولنې په مرسته او ملاتړ له دې سیاسي چټلیو پاک او وژغورل شي اود یو واحد  هېواد او ولس او واحدې سیاسي جغرافیا په خاطر ورو په ورود یو ملي ادرس او زعامت په لټه کې شي تر څو وکولای شود افغانستان په راتلونکې سیاسي ژوند او جغرافیا کې یوروغ او مشروع حکومت د مشروع او قانوني لارې رامنځ ته کړو.

د کره معلوماتو له مخې ښاغلي اتمر چې د سولې، دایمي اوربند، بین الافغانی مذاکراتو، جمهوریت، ملي حاکمیت او لوړو ګټو او مصالحوپه خاطر له ټاکنو تیر شو، لیدل کیږي چې د یو نرم م سوله پال سیاست، مکتب  او جوړښت له مخې غواړي او په پام کې  لرۍ چې نړیوالې ټولنې اود افغانستان سیاسیونو او نخبه ګانو ته دا وښیي، قناعت ورکړي او په ډاګه کړي چې افغانستان یوازې د دوی نه دي او نشي کولای د زور او تشدد یا تاوتریخوالي له امله دا څلوېښت کلنه ناروغي جوړه او درملنه یې وکړي.

په اوسنیو شرایطو کې د سیاسي قدرت تشه د هیچا او هیڅ ډلې په ګټه نه ده او ټولو اړخونو او په ځانګړې توګه د سولې د رامنځ ته شوې فرصت ، حاکم نیم بند اوربند او په تیره بیا د امریکا د ځانګړي استازي  خلیلزاد د سولې هلو ځلوته ډیر زیان رسوي. دا باید و منو چې زموږ اکثریت سیاسیون او مشران  له فکري پلوه  ناروغ،  کوباړ، نالوستې او ډیر کمزوري دي، د ژوند ډیره برخه یې په دسیسو، توطیو، خپل منځي شخړو او دښمنیو او له بهرنیو کړیو سره  په معاملو تیره شوې ده او په حقیقت کې یوازې د قدرت وږي او تږي دي.

اوسمهال هم ځینې سیاسیون  سیاسي واک او اقتدار ته د رسیدو په خاطر هر ډول معاملې ته تیار دي ، چې متاسفانه اوس د پخوا په څیر د معاملو د راکړې ورکړې بازار ډیرسوړ شوی دی او دوی هم په دې مارکیټ کې خپل ارزښت او اعتبار له لاسه ورکړی دی او ورو په ورو له سیاسي ژوند څخه ګوښه اوورسره مخه ښه کوي.

 د دویم ځل لپاره سیاسي واک ته د ډاکټر غني رسیدل د یو شمیر ډیرو سیاسیونو مغزونه ګیچ او فلج کړي دي چې ډیرو په همدې ترځ کې د خپل سیاسي ژوند د پایښت او خوندیتوب په خاطر د سیاسي غالمغال او شورماشور بازار ډیر ګرم کړی دی اوټوله ورځ دلته او هلته  په ناسته او ولاړه یو د بل کوربه توب کوي، ځکه د یوتن اود یوې سیاسي ډلې د لوېدو له کبله د نورو سیاسیونو بیړۍ هم د ډوبېدو په حال کې ده .دوی ته د تیر تور سیاسي ژوند او کړنو انځور پوره روښانه او تعریف شوی دی  او په دې ښه پوهیږي چې دوي په تیر سیاسي ژوند کې د سولې، ارامی او د ولس د هوساینې لپاره هیڅ داسې څه نه دي کړي چې په تړاو یې په راتلونکې کې قانوني برات ترلاسه کړي.

اوسنیو حالاتو ته په کتو سره د سیاسیونو له ډلې تر اوسه یوازې ښاغلي حنیف اتمر په دې توانیدلي چې له دې سیاسي کړکیجونواو ځینو چټلیو نه ځان بچ او روغ وساتي، او د خپلې نرمې سوله پالې تګ لارې له مخې په دې بریالی شوی دی چې دنویو بحرانونو او سیاسي تاوتریخوالي مخه ونیسي او سیاسیونوته د کتنو او خبرو په ترځ کې قناعت ورکړي چې د تاوتریخوالي لار د هیچا په ګټه

د امنیت شورا له مشاوریت نه د ده استعفی او د ولسمشریزوټاکنو څخه تېرېدل او اوسمهال په سوله باوراو د سوله ایزو هلوځلو پیلول د نوموړي د سیاسي مکتب د کتاب یوه بله پاڼه ده چې ورو په ورو هغې تشې ته ورنېږدې کیږي چې ولس او هېواد دا څلوېښت کاله ترې نه محروم او ځوریږي. ښاغلي اتمر له تیرو نه ډیر څه زده کړي دي او د ټولو اړخونو او سیاسیونو په نیمګړتیاو او کمزوریو پوره پوه او ترې نه څار لري، ترڅو وکولای شي د ملي او نړیوال سیاسي چاپیریال په مطالعې، درک او ارزونې سره ولس او هیواد د یو ملي ادرس او ملي زعامت په لور رهبري کړي . په پوره یقین سره چې ولس به یې پوره ملاتړ وکړي .