کور / راپور / پېښور هايکورټ له حکومت څخه د احسان الله احسان د تېښتي وضاحت غوښتی دی

پېښور هايکورټ له حکومت څخه د احسان الله احسان د تېښتي وضاحت غوښتی دی

د پېښور هايکورټ  يا ستري محکمې له حکومت څخه غوښتي چي په ۱۵ ورځو کي د طالبانو د وياند احسان الله احسان له بند څخه د تښتېدلو په هکله تفصيلات وړاندي کړي.

هايکورټ دا ګام وروسته له هغه پورته کړ، چي يادي محکمې ته په ارمي پبلک سکول کي د وژل سوي يوه ماشوم پلار وکيل فضل خان مقدمه درج کړه او له محکمې يې غوښتي چي داحسان الله په هکله مالومات ورکړي.

احسان الله احسان چي د ګڼو خونړيو پېښو پړه يې پرغاړه اخيستې په ۲۰۱۷ کال کي د يو جوړجاړي له مخي د پاکستان حکومت ته ځان سپارلی وو، خو څه موده وروسته پاکستاني چارواکو اعلان وکړ چي احسان ددوی څخه تښتېدلی دی.

درخواست کونکی فضل خان په دې اړه وايي: “احسان الله احسان نه یوازي د ارمي پبلک سکول خونړۍ پېښې بلکي د یوشمېر نورو ترهګرو پېښو ذمه واري منلې وه چي پکي پر ګڼ شمېر امنیتي اهلکارانو باندې بریدونه هم شامل ول او هغه یو مهم کمانډر هم وو نو باید د هغه په تلو یا تښتېدو له ذمه وارو کسانو څخه پوښتنه وسي او که چيرې موجود وي نو عدالت ته دې وړاندې کړل سي.”

د احسان الله د خوشي کېدو پر ضد ګڼ لاريونونه وسول او اوس هم د نوموړي د قضيې په هکله خلګ وضاحت غواړي.