کور / تازه خبرونه / پنجاب پوهنتون کي پر پښتنو محصلینو برید سوی دی

پنجاب پوهنتون کي پر پښتنو محصلینو برید سوی دی

څو شیبې مخکي پنجاب یونیورسټي انتظامیې پر پښتنو محصلینو برید وکړ او یوشمېر محلصین یې په وهلو ټکولو کي شدید زخميان کړل.

یوه محصل لراوبر ته وویل چي ددوی سره له لویه سره توپیرانه چلند روان وو خو په دا وروستیو کي دوی په ډله ایزه توګه د ډیسکریمینېشن/ توپیرانه چلند ښکار دي او په د ذهني و فزیکي تشدد پذریعه د تحصیل پریښودلو ته اړ ایستل کيږي.