کور / تازه خبرونه / کرونا ویروس تر ایټالیا او جرمني وروسته هالنډ کي هم ښکاره سو

کرونا ویروس تر ایټالیا او جرمني وروسته هالنډ کي هم ښکاره سو

په هالنډ کي نن سهار دوهم کس هم ثبت سو چي ډاکټران وايي کرونا ویروس ککړ سوی دی.

 

دا کس د امستردام د دیمن اوسیدونکی دی.

تر دې مخکي لوموی کس د امستردام اوسدورپ یوه ۴۵ کلن اوسیدونکی و چي د بینکوک څخه تر سفر وروسته د کرونا نښي نښانې پر لیدل سوي وې او په هالنډ کي د لومړي کس په توګه ثبت او بستر کړل سو.

دواړه ناروغان د مستردام په طبي تحقیقاتي روغتون کي بستر دي.

په دې توګه هالنډ تر ایټایا او جرمني وروسته دریم هیواد ګڼل کیږي چي د کرونا مثبت پېښي پکښي راجستر سوي دي.