کور / #PTM / په اروپا کي د پي ټي ايم سنټرل کوؤرډنېشن کميټې خبرتیا

په اروپا کي د پي ټي ايم سنټرل کوؤرډنېشن کميټې خبرتیا

په اروپايي هيوادونو کي د پښتون ژغورني غورځنګ د مشرانو جرګې ( یورپ سنټرل کميټئیز کوورډنېشن cc ) د جنوري د ۲۶، فبروري ۸ او فبروري او ۱۷ فبرورۍ د جلسو په ترڅ کي و جنیوا ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ۴۳یمي ناستي ته د پي ټي ايم رسمي څلورکسيز پلاوی وټاکئ چي ورسره سم د پي ټي ایم د نړيوالو چارو مسول ښاغلي نظیف ا لله اشنغر لخوا او د پښتون تحفظ مؤمنټ د رسمي پاڼي څخه اعلان سو.

ددې څلورو کسانو نومونه او ځانګړني په دې ډول دي:

1. ښاغلی یوسف علي خان ايډوکیټ (وکیل):
وکیل یوسف علي خان په یوه قام پرسته کورنۍ کې غټ شوی او ټول ژوند یې په قام پرسته سیاست او پښتون ژغورنه کې تیر کړی دی.
ښاغلی یوسف علي خان په پښتونخوا کې یو غښتلی او پیژندل شوي وکیل پاتې شوی دی.
هغه اوس په برتانيا کې اوسیږي چې هلته یې هم د پښتون ژغورنې مبارزه جاري ساتلې او د پي ټي ایم برتانیې مشر او اروپا cc غړی دی.

2. انجینیر احسان الله مسید:
ښاغلی احسان الله مسید د وزیریستان دی او اوس په سویډن کې ژوند کوي. هغه د درمل جوړولو په یوه لویه کمپنۍ کې کار کوي.
ښاغلی مسید د پښتون ژغورنې تکړه او شعوري مبارز او د سټاکهلم کميټې د اړیکو مسول دی او د مخکي یې هم  په جینیوا کي د ملګروملتونو د بشري حقونو په غونډو کې ډیر ځله ګډون کړی دی.

3. ډاکټر شفیق احمد:
ډاکټر شفیق د یونان (Greece) د پی ټي ایم مشر دی. ډاکټر شفیق د عدم تشدد د لارې شعوري ملګری او د پښتون ژغورنې نه ستړی کیدونکي مبارز دی.
ډاکټر شفیق د اروپا د مرکزي کمیټې (CC) غړی دی او د پي ټي ایم یورپ په تنظیم سازۍ کې مهمه برخه لري.

4. ډاکټر عرفان نور:
ډاکټر نور د پي ټي ایم هالنډ د اړیکو چارو مسؤل دی. هغه د داخلې او د وینې ناروغیو سپیشیالیست دی او په طبي علومو کې PhD لري.
عرفان (نور) په عدم تشدد کلک باور لري. هغه د پي تي ایم دپاره جورنالیستانو او سیاستوالو سره اړیکې نیولي او د پي ټي ایم غږ او غوښتنې یې پښتنو او نړیوالو ته رسولی دي. د پي ټي ایم هالنډ د مرکزي کمیټې په ملتیا، ډاکټر (نور) څو اونۍ وړاندې د هالنډ پارلمان ته رسمي پيټيشن وړاندې کړو او د دوي پام یې د پاکستان ظلمونو او د پی ټي ایم غوښتنو ته راواړولو.

د پورتني څلورکسيز پلاوي/ ډلیګېشن څخه بغیر، پي ټي ایم نورو ټیمونو یا افرادو اشخاصو ته د استازيتوب صلاحیت نه دی ورکړی.
په نړۍ او اروپا کي د پي ټي ايم ټولو قدرمن او معزز ملاتړکوونکي او مینه وال دي خبر وي چي د تحریک لخوا په جنیوا کي هیڅ قیسم لاریون یا جلسه نه ده پلان سوې او څوک چي هلته د پي ټي ايم د موافقې بغیر پرخپل سر سرګرمۍ کوي دا په پي ټي ايم پوري هیڅ ډول اړه نلري.

پي ټي ایم دا ځل فقط د بشري حقونو ۴۳مي ناستي ته خپل پورته یاد شوي استازي لیږي چي د ملګرو ملتونو په مرکز کي دننه به د خپل غورځنګ دریځ او موقف نړیوالو ته وړاندي کوي او د ملګرو ملتونو د نړیوالو بشري ادارو او مسولینو سره به د خپل غورځنګ او قام د حالاتو په اړه اړيکي جوړوي او د بشري حقونو ددفاع په برخه کي د همکاریو راخپلولو دپاره به لابي کوي او رابطې به جوړوي چي وروسته به بیرته د ورکړل سوي پلان له مخي ټول تفصیل په اروپا کښي د پي ټي ايم سي سي او محکومه پښتونخوا کښي د پي ټي ایم مرکز سره شریکوي.

که تاسو په دې اړه هر ډول پوښتني لرئ نو دخپل هیواد د پي ټي ايم د کميټې د مسولینو سره اړيکه ونيسئ یا د هر قیسم رسمي دريځ او اکټیويټیو د حمایت، ملاتړ او ګډون دپاره پر لاندي ادرس د بهرنیو چارو مسول ښاغلي نظیف الله اشنغر او یا هم د مشر منظور پښتين پاڼه وګورئ.

دپښتون ژغورني غورځنګ د مشرتابه غړو د ټولنیزورسنيو پتي په لاندي ډول دي:

مشر منظور پښتين
https://www.facebook.com/manzoor.mehsud

د بهرنيو چارو مسؤل نظيف الله اشنغر

https://www.facebook.com/nazeef.lala.3

د پښتون ژغورني غورځنګ رسمي پاڼه

‏https://www.facebook.com/188975355051188/posts/545824426032944/?d=n

 

په درناوي

په اروپا کي د پښتون ژغورني غورځنګ CC (سنټرل کؤورډنېشن کميټي)