کور / راپور / کرکيټ بورډ په لوبو کي د فساد له کبله پر شفيق الله شفيق بنديز ولګوی

کرکيټ بورډ په لوبو کي د فساد له کبله پر شفيق الله شفيق بنديز ولګوی

د افغانستان د کرکيټ بورډ وايي، چي د فساد او درغليو له کبله يې د ملي لوبډلي پر لوبغاړي شفيق الله شفيق بنديز لګولی دی.

کرکيټ بورډ تېره ورځ په يوې اعلامیه کي وويل: “د کرکټ ملي لوبډلې پر لوبغاړي شفیق الله شفق د افغانستان کرکټ بورډ ادارې، د فساد پر وړاندې د مبارزې قانون څخه د سرغړونې له امله له نن (فبروري۱۰) تر وروستۍ پرېکړې صادرولو پورې بندیز ولګېده.”

کرکيټ بورډ وايي، چي شفيق الله شفيق د لوبو پر مهال د افغانستان د فساد ضد قانون مات کړی دی او له همدې امله ورباندي بنديز لګېدلی دی.

یاد بورډ تراوسه په دې اړه توضيحات نه دي ورکړي، چي شفيق څه ډول فساد او درغلي کړې ده.

د کرکټ بورډ اعلامیه وايي: “د نوموړي سرغړونې، د افغانستان غوره لیګ د لومړي پړاو پر مهال او دغه راز د یوې بلې دوسېې اړوند دي چې پکې نوموړی له قانون پر سرغړونې تورن سوی دی.”