کور / راپور / کابل کي ځانمرګي بريد پنځه تنه وژلي دي

کابل کي ځانمرګي بريد پنځه تنه وژلي دي

نن  سهار د کابل ښار د پنځمي حوزې اړوند قمبر څلورلاري ته نږدې يو ځانمرګی بريد سوی چي مرګژوبله يې هم اړولې ده.

د کورنيو چارو وزارت وايي، چي نن سهار اووه بجې او پنځه دقيقې د مارشال فهيم اکاډمي ته څېرمه ځانمرګی بريد وسو چي پکي پنځه تنه وژل سوي او ۱۲ تنه نور ژوبل دي.

د افغانستان دفاع وزارت بیا په یوې اعلامیې کې ویلي چې په دغه ځانمرګي برید څلور د ملي اردو سرتیري او یو ملکي وګړي وژل سوي او پنځه امنیتي سرتیري او یو ملکي وګړی ټپیان سوي دي.

د عیني شاهدانو په وینا دغه ځانمرګی برید په قمبر څلور لاري کي د مارشال محمد قسیم فهیم پوځي پوهنتون د قراول مخي ته سوی دی.

د ياد بريد مسؤوليت تراوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی

دا په کابل کي د نسبتا ارامۍ وروسته لومړی ځانمرګی بريد دی.