کور / راپور / عالمان دي د جګړې د ختمېدو له پاره کار وکړي

عالمان دي د جګړې د ختمېدو له پاره کار وکړي

د کندز د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي له دیني عالمانو څخه غوښتنه لري چي د جګړې او سولي اړوند خپله وجیبه او رسالت پر ځای کړي.

د همدې ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو د سولي ولسي حرکت له پاره په یوه ځانګړې غونډه کي له ټولو دیني عالمانو او اوسېدونکو وغوښتل چي د اوربند او سولي له پاره کار وکړي.

په دغه غونډه کي یو ځل بیا د جګړې پر ټولو اړخونو ږغ وسو چي نور له افغان وژني لاس واخلي.