کور / راپور / پاکستانی رياست د بشري حقونو د فعالي ګل بخاري پرضد مقدمې جوړوي

پاکستانی رياست د بشري حقونو د فعالي ګل بخاري پرضد مقدمې جوړوي

د پاکستان رياستي ادارود بشري حقونو پر فعالي ګل بخاري تور لګولی چي د پاکستاني پوځ او رياست پرضد يې خلګ راپارولي او بايد د سپيناوي لپاره پاکستان ته ورسي او هلته د عدلي اوقضايي څانګو سره خپله خبره سپينه کړي.

ګل بخاري چي دا مهال په لندن کي اوسېږي، يوه له هغه ټولنيزو فعالانو څخه ده چي د بشري حقونو د ساتني لپاره يې د پاکستاني رياست د ظلمونو او وحشتونو پرضد رسنيز فعاليت کړی دی.

تېره ورځ د پاکستان د کورنيو استخباراتو ادارې ايف آی اې يوه خبرپاڼه خپره کړه چي په کي له مېرمن بخاري  غوښتنه سوې چي پاکستان ته ور ستنه سي او د خپلو تورونو پرضد ځواب ووايي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ او د پاکستان په پارلمان کي د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ د ایف ای اې دا اقدام غندلی او ویلي یې دي پر ځای د دې چي حکومت ترهګر ونیسي د بشري حقونو مبارزین په نښه کوي:

“حکومت باید موږ ته ووایي چي د ترهګر احسان الله احسان په اړه یې څه کړي دي، خو د دې پر ځای هغوی د ګل بخاري غوندې سم فعالان ځوروي چي مخکي هم د ریښتیا ویلو له کبله ځورول سوې ده”.

ګل بخاري وایي د دې په ضد پاکستاني ادارو پخوا هم ګامونه اخیستي چي وایي یو ځل یې له لاهور ښاره تښتولې وه او په وروستیو کي په اټلي کي یوه تن د توپنچي په زور د دې عکسونه واخیستل، وایي څو ورځې مخکي هم یو خبریال ماته مسوره راکړه چي د ځان خیال و ساتم او خپله پته پټه وساتم:

“دا د ځورونې، د ږغ بندولو او د تنقید د مخنیوي کوښښ دی، موږ عام خلک او هیڅ ترهګري مو نه ده کړې. دا وخت خلکو ته د هغوی د پیسو او جایداد د ضبطولو ګواښونه کيږي، دوی ښه لاره خپله کړې چي څوک یې په خلاف خبرې کوي هغوی وځوروه”.