کور / راپور / سيګار: د افغانستان د بيا رغوني چارو کي ۲۲۰۰ کسان وژل سوي دي

سيګار: د افغانستان د بيا رغوني چارو کي ۲۲۰۰ کسان وژل سوي دي

د افغانستان د بيا رغوني لپاره د امريکا د څار ځانګړې اداره سيګار وايي، چي له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۱۹ کال پوري د افغانستان د بيا رغوني په ماموريت کي شاوخوا ۲۲۰۰ تنه وژل سوي دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي استازي جان سوپکو، وویل چي د ٢٠٠٢ کال څخه د ٢٠١٩ کال تر پای پورې ٢٢١۴ تنه په غیر محاربو ډګرونو کي وژل سوي چي ٢٨۴ یې امریکایي اتباع دي.

د سیګار مشر پدغه رپوټ کي همداشان ویلي چي د ۲۴۸ امریکایانو له ډلې نه ٢١٦ یې پوځیان او ٦٨ یې ملکیان وو. پدغه رپوټ کي هغه بریدونه ندي شامل چي پر امریکا پوځي اډو او ملکي اهدافو باندې سوي دي.

ښاغلي سوپکو ویلي چي د ١٣١ پوځیانو او ١۴۴٧ ملکیانو په وژل کیدو سره د مرګ ژوبلې زیاته کچه افغانانو ته رسیدلې ده چي د خپل هیواد د بیارغونې لپاره یې ژوند بایللی دی.

ددې تر څنګ د ایتلاف د غړو هیوادونو ١٠٠ تنه اتباع او د نورو هیوادونو ١٢۴ تنه اوسیدونکي هم د افغانستان په بیارغونه کي وژل سوي دي.

دا راپور پر داسي مهال خپور سوی چي نړيوالي ادارې ۲۰۱۹ کال د افغانستان لپاره خونړۍ کال بللی وو.

بل خوا طالبان وايي چي د بيا رغوني په چارو کي دوی خنډونه نه جوړوي بلکي د ټولګټو پروژو ساتنه هم کوي.