کور / راپور / د پي ټي ايم فعالانو پرضد مقدمې جوړونکی قاضي محکمې ته غوښتل سوی دی

د پي ټي ايم فعالانو پرضد مقدمې جوړونکی قاضي محکمې ته غوښتل سوی دی

د اسلام اباد ستري محکمې هغه سيمه ايز قاضي د سپيناوي لپاره رابللی چي د پښتون ژغورني غورځنګ د غړو پرضد يې مقدمې جوړي کړي وې.

د اسلام اباد يوې سيمه ايزي محکمې د منظور پښتين د نيول کېدو پرضد د ۲۳ احتجاج کونکو د مقدمو د درج کولو امر کړی وو.

دغه ۲۳ فعالان په اسلام اباد کي هغه مهال ونيول سول چي د پي ټي ايم د مشر منظور پښتين د نيول کېدو پر ضد يې احتجاج کاوه.

د اسلام اباد مد ستري محکمې ددغه ۲۳ کسانو ضمانت منظور او خوشي کړل.

د يادي محکمې مشر قاضي اطهر من الله د يادي مقدمې د اورېدني پر مهال وويل: “ دا څنګه کيسه ده، تاسي ( سيمه ايزي محکمې) لومړی پر سوله ايزو لاريون کونکو د بغاوت دفعي لګوئ او بيا هغه د ترهګرو په دفعو بدلوئ.”

مشر قاضي اطهر من الله ویلي” ولي یاید موږ دهغه چا پر ضد پلټني پیل نه کړو چاچې ددې مقدمو درج کولو امر کړی وو،سيمه ايز قاضي  باید محکمې ته وړاندې سي او سپیناوی وکړي چې هغه داسې امر ولې کړی وو.”

مشر قاضي دا هم ویلي چي ولي دي د سيمه ايز قاضي څخه عدالتي واک بیرته وانه خستل سي ؟ اؤ زیاته کړې یې ده چې موږ به دا دوسیه دهر چا دپاره یو مثال جوړوو.

د پښتون ژغورني غورځنګ د مشر منظور پښتين په ګډون د دغه غورځنګ ګڼ فعالان د دروغو په مقدمو کي بنديوان دي.