کور / #PTM / د لورلايي د جلسې وروسته د پي ټي ايم۱۰ نيول سوي غړي لا هم بندیان دي

د لورلايي د جلسې وروسته د پي ټي ايم۱۰ نيول سوي غړي لا هم بندیان دي

د پښتون ژغورني غورځنګ ۱۰ غړي د فبرورۍ پر ۹ نېټه هغه مهال د پاکستاني پوليسو لخوا ونيول سو چي کله هغوی په لورلايي کي د پي ټي ايم د جلسې څخه راروان وه.

نيول سوي کسان چي د پ ټي ايم فعال او مخکښ ملابهرام اخوند هم پکې دی، له لورلايي څخه چمن ته پر لاري وه چي د استخباراتو او پوليسو لخوا ونيول سول او په تشدد کولو سره نامالوم لوري ته ولېږدول سول.

خو اوس مالومه سوې ده، چي نيول سوي کسان د پوليسو سره دي.

په یاده پېښه کي ځيني نيول سوي کسان خوشي سوي دی، خو لا هم د ملا بهرام اخوند په ګډون ګڼ کسان د رياستي ادارې سره بنديان دي.

خوشي سويو کسانو ويلي، چي ددوی د نيولو پر مهال ورباندي سخت تشدد وسو.

د جنورۍ پر ۹ نېټه په لورلايي کي د شهيد ارمان لوڼي په ياد او د منظور پښتين د نيولو پر ضد ستره جلسه وسوه، چي په زرګونو کسانو پکي ګډون کړی وو او د رياستي ادارو څخه يې د ارواښاد لوڼي لپاره د انصاف او د منظور پښتين د خوشي کولو غوښتنه کول.