کور / راپور / پارلمان له پاکستاني حکومت څخه د احسان الله احسان د تېښتي وضاحت غوښتی

پارلمان له پاکستاني حکومت څخه د احسان الله احسان د تېښتي وضاحت غوښتی

د پاکستان د پارلمان غړو له حکومت څخه غوښتي چي د طالب وياند احسان الله احسان د خوشي کېدو په هکله دي مالومات ورکړي.

د پارلمان غړو ويلي، چي دا ډېره د اندېښنې خبره ده چي څنګه احسان الله احسان د يو امنيتي ځای څخه تللی دی او حکومت بايد په دې هکله ځواب ورکړي.

د مسلم لېګ (ن) سينيټر مشاهدالله خان د فرورۍ په لسمه وويل، چې پر پېښور آرمي پبلک سکول د ۲۰۱۴ کال د خونړۍ حملې زمه واري منونکی کس څنګه په اسانۍ وتښتيد؟

هغه زياته کړه: “موږ ته تفصيل راکړئ. دی قاتل دی. ده زموږ ماشومان وژلي دي. د دې ماشومانو کورنيو چي به څه ويل ما به پرې يقين نه کاوه. اوس يې په خبره پوه سوم. صحيح يې ويل چې دا حمله خو تاسي پخپله کړې ده. تاسو وګورئ هغه سړی څنګه په ارامه دې ملک کې درې کاله واوسېده چي زموږ ماشومان يې وژلي دي.”

احسان الله احسان د ګڼو بريدونو ترڅنګ د ۲۰۱۴ کال د پېښور په ارمي پبلک سکول باندی د بريد مسؤوليت هم منلی وو. په دغه بريد کي شاوخوا ۱۵۵ پښتانه ماشومان ووژل سول.

د نوموړي د ظاهري تېښتي په تړاو د فبرورۍ پر اتمه هم د پېښور په هايکورټ کي درخواست جمع سوی او پکي غوښتنه سوې چي د احسان الله په هکله دي مالومات د خلګو سره شريک سي.

په دغه درخواست کي ويل سوي، چي عدالت دي دا مالومه کړي چي ايا د طالبانو وياند رشتيا هم له زندان څخه تښتېدلی او که په زندان کي دی.

دوې ورځي وړاندي پر خواله رسنيود احسان الله احسان په نوم ږغيز پېغام خپور سو او پکي ويل سوي چي د پاکستاني زندان څخه تښتېدلی دی.

فضل خان اېډوکېټ نن د پېښور هايکورټ ته خواست کړی، او په خواست کي يې مرکزي سيکرټري داخله، د خېبرپښتونخوا چيف سيکرټري، سيکرټري ډيفنس، د ايي اېس ايي مشر، د پوځ مشر، د قانون، بشري حقونو او پارلماني امورو سيکرټري داخل بلل سوي دي.