کور / #PTM / د پښتون ژغورني غورځنګ په جنيوا کي د ملګرو ملتونو د مارچ دمياشتي راټولیدني ته خپل رسمي پلاوی اعلان کړ

د پښتون ژغورني غورځنګ په جنيوا کي د ملګرو ملتونو د مارچ دمياشتي راټولیدني ته خپل رسمي پلاوی اعلان کړ

پښتون ژغورني غورځنګ په جنيوا کي د ملګرو ملتونو په مرکز کي دمارچ مياشتي د بشري حقونو اړوند جوړيدونکي ناستي ته خپل رسمي پلاوی اعلان کړ.

حقوقپوه يوسف علي خان، ډاکټر عرفان نور، ډاکټر شفيق او احسان الله ددغه پلاوي څلور رسمي غړي دي چي د پښتون ژغورني غورځنګ د بهرنيو جارو مسؤل ښاغلي نظيف الله اشنغر لخوا اعلان او وروپیژندل سول.

یاد پلاوی به د پي ټي ايم رسمي پیغام او موقف د بشرحقونو کنفرانسونو له لاري ملګري ملتونو او نړيوالو ته څرګندوي.

د پښتون ژغورني غورځنګ د نړيوالو چارو مسؤل ښاغلي نظيف الله خان اشنغر په وينا “ياد څلور کسان به د اقوام متحده د مارچ میاشتي په ناستو کښي د پي ټي ايم موقف بیانوي، نور څوک که په دې حواله سرګرمۍ کوي هغه یې د خپل سر سرګرمۍ دي”.

دا لومړی ځل دی چي د پښتون ژغورني غورځنګ په نړيوالو چارو کي د خپل رسمي پلاوی نومونه اعلانوي پر ټولنيزو رسنيو او د پي ټي ايم له رسمي چينلونو اعلانوي.
د پي ټي ايم اروپا د رسمي چارواکو په وينا ددې یو دليل دا کيدای سي چي دلته يو شمېر غیرمسؤل کسانو د پي ټي ایم  د استازو په توګه ځانونه پیژندلي وو، دوی په جنيوا کي د پي ټي ايم په نوم ډير جګ لګښتونه کوي چي غورځنګ یې د سرچينو په اړه هيڅ معلومات نلري، کوم چي په اوسنيو حساسو حالاتو کي ښايي پي ټي ايم ته ګټور تمام نه سي ځکه ممکن پي ټي ايم مرکز لازمه ګڼلې وي مسولیت او شفافیت ته په کتلو سره د خپل رسمي پلاوي دنده او نومونه اعلان کړي.
د يادوني وړ ده چي د ياد پلاوي د ټاکلو او اغېز په اړه د پي ټي ايم اروپا په دوو پرله پسې جلسو کي خبري سوي وي چي په پایله کي څلورو بېلابېلو هیوادونو خپل کسان ور وپیژندل.
پي ټي ايم دا مهال د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کي کميټې لري چي ډیري یې تر اوسه په موقته توګه او بلجيم، جرمني او هالنډ په دوهم ځل د ازادو انتخاباتو پذریعه منتخبي کميټې لري.

دپښتون ژغورني غورځنګ د مشرتابه غړو د ټولنیزورسنيو پتي په لاندي ډول دي

مشر منظور پښتين
https://www.facebook.com/manzoor.mehsud

د بهرنيو چارو مسؤل نظيف الله اشنغر
https://www.facebook.com/nazeef.lala.3

د مالي چارو مسؤل ادريس پښتين
https://www.facebook.com/baytab.maseed

محسن داوړ
https://www.facebook.com/mohsindawar