کور / راپور / کورنيو چارو وزارت پوليس د رسنيو سره له مرکې کولو منع کړي دي

کورنيو چارو وزارت پوليس د رسنيو سره له مرکې کولو منع کړي دي

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت امر کړی چي له دې وروسته به پوليس او نظامي منسوبين د رسنيو سره خبري او مرکې نه کوي.

دې وزارت په خپله یوه کړنلار کې ویلي، د اړتیا په صورت کې، مسوولین کولی شي “له وزارت لارښوونه واخلي او یا هم د عامه اړیکو له څانگې سره په همغږۍ وړاندې لاړ شي”.

يو کال وړاندي هم د ياد وزارت مخکني سرپرست وزير امرالله صالح امر کړی وو، چي پوليس او د کورنيو چارو وزارت کارکونکي په خواله رسنيو کي د فعاليت او د رسنيو سره د خبرو کولو منع کړي وه.

د کورنيو چارو وزارت وايي، چي دا کار يې د امنيتي خونديتوب په خاطر کړی دی.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي په خپل دې نوي امر کي ویلي چې د پولیسو او د کورنیو چارو وزارت د قانون د دېرشمې مادې پر اساس “د وظیفوي پټ راز ساتلو او وګړو ته د معلوماتو ورکولو د ګډوډۍ د مخنیوي په موخه لاندې تدبیرونه ونیول سي.”

ددې بنسټ د اعلان پر بنسټ د کورنیو چارو وزارت هېڅ چارواکی نه سي کولای”رازونه، د مقررۍ اسناد، تبدیلي، ترفیعات او نور شخصي معلومات، له یونیفورم سره د چارواکو عکسونه، ګاډي، وسلې، تجهیزات، غونډې او په ټولنیزو شبکو کي د مبارکۍ مراسم خپاره کړي”.

دې وزارت ټینګار کړی چي “دا خلک په بېلابېلو مواردو کي د بېلګې په ډول څېړنې، د جنايي پیښو څېړنې، لاسته راوړنې، د جرمونو پر ضد د عملیاتو موارد او همدارنګه د وزارت یا منسوبینو له لوري د منفکېدو په اړه نه سي کولای له رسنیو سره وږغېږي.”