کور / #PTM / د مشر منظور پښتين په بله مقدمه کي هم ضمانت ومنل سو

د مشر منظور پښتين په بله مقدمه کي هم ضمانت ومنل سو

د ډېره اسماعيل خان د سيشن دوهم عدالت نن د دوشنبې په ورځ د منظور پښتين په بله مقدمه کي هم ضمانت منظور کړ.

د ښاغلي پښتين په مخکنيو دوو نورو مقدمو کي لا له وړاندي ضمانت منظور سوی وو.

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين د جنورۍ پر ۲۸ نېټه په پېښور کي د پاکستاني پوليسو لخوا ونيول سو او پر هغه د لګول سويو مقدمو د اورېدني لپاره ډېره اسماعيل خان ته ولېږدول سو.

پر منظور پښتين د دروغو مقدمې درج سوي چي پکي د رياست خلاف د نارو کولو او خلګ تاوتريخوالي ته د رابللو مقدمې دي.

د پي ټي ايم وکيل سعيد اختر وايي، نن د دوشنبې په ورځ په ورځ د منظور پشتين پرضد د ګومل پوهنتون د تاڼې په جوړه مقدمه کي اورېدنه وسوه او د ډېره اسماعيل خان د سېشن دوېم د عدالت جج عارف الله د هغه ضمانت منظور کړ.

اختر وويل، دغه مقدمه پر ښاغلي پښتين د ۱۴۴ مادې د سرغړوني پر سر جوړه  سوې او د رياست پرضد د خبرو او تاوتريخوالي جوړولو مادې پرې لګول سوي وې.

د نوموړي وکيل په وينا سبا د ښاغلي پښتين په بله مقدمه کي د ضمانت په خواست اورېدنه ده که عدالت دغه خواست منظور کړ، نو پښتين به ازاد سي.

له دې وړاندي د ډېره اسماعيل خان عدالت د پښتون ژغورني غورځنګ د مشر منظور پښتي په دوو مقدمو کي د ضمانت درخواست منظور کړی دی.

نن د شنبې په ورځ د ډېره اسماعیل خان په ضلعي محکمه کي قاضي شاکرالله د منظور پښتين د ضمانت پرېکړه واورول.

په دغه پرېکړه کي ويل سوي، چي پر منظور پښتين د آيين ماتولو کومه مقدمه ثابته نه سوه، نو ځکه هغه په دې مقدمه کي بري دی.

منظور پښتين د جنورۍ پر ۲۸ نېټه په پېښور کي پاکستاني پوليسو ونيوی او د محکمې په غوښتنه يې د ډېره اسماعيل خان زندان ته ولېږدوی.

پر ښاغلي پښتين د آيين ماتولو دروغجني مقدمې درج سوي دي چي نن يې په محکمه کي د دوو مقدمو ضمانت وسو.

دمنظور پښتین وکیل عبدالمجید وايي، دمنظور سیشن کورټ په دوو مقدمو کۍ دمنظور پښتین ضمانت منظور کړ خو پر هغه نوري مقدمې هم درج دي چي د دوشنبې په ورځ به محکمه کي ورباندي بحث وسي.

ښاغلی مجيد زياتوي، پر هغه دوې نوري مقدمې هم درج سوي دي خو په دغه مقدمو کي به دمنظور ضمانتونه ځکه وسي چي په ورته مقدمو کي د پي‌ ټي ایم د نورو مشرانو او فعالینو ضمانتونه لا له وړاندي سوي دی.