کور / #PTM / پاکستان د پښتون ژغورني غورځنګ د يوه غړي ضمانت منلی خو شپږ نور یې په تشدد ونیول او نادرکه کړل

پاکستان د پښتون ژغورني غورځنګ د يوه غړي ضمانت منلی خو شپږ نور یې په تشدد ونیول او نادرکه کړل

شېراز مومند د پښتون ژغورني غورځنګ د زنداني ملګرو څخه وو چي د غورځنګ د وميل شهاب خټک صاحب او نورو وکیلانو د هلو ځلو په نتیجه کي یې نن د محکمې لخوا د راخلاصیدلو ضمانت ومنل سو او اټکل دی چي ډیر ژر به له قید څخه ازاد سي.

عارف وزیر هم له مخکنیو زندانیانو څخه وو جي درې ورځي مخکي په ضمانت راخوشي سو او پرون یې د لورلايي په جلسه کي وینا وکړه.

په دې سره اوس له پخوانیو زندانیانو څخه حنيف پښتين، حسن ناصر او عالمګير وزیر په قید کي پاته دي.

په نوو زندانیانو کي مشر منظور پښتين او د لورلايي څخه چمن ته ستنېدونکي ملګري ملابهرام، ذوالقرنين باچا، محی الدین، عظیم ممتاز او ملګري په ډیر تشدد له لاري وګرځول چي نور کسان  یې سهار ته ازاد کړل خو د ملابهرام او قاسم اڅګزي په ګډون یې شپږ کسان د خفیه ادارو کسانو له ځانونو سره نامعلوم ځای ته لیږدولي دي.