کور / #PTM / د پي ټي اېم د ټولنيزو رسنيو د فعال شيراز ضمانت ومنل سو

د پي ټي اېم د ټولنيزو رسنيو د فعال شيراز ضمانت ومنل سو

د پښتون ژغورني غورځنګ د ټولنيزو رسنيو فعال شيراز خان مومند چي تېر کال پنجابي رياست نيولی وو، نن يې په عدالت کي د ضمانت درخواست منظور سو.

ښاغلی مومند د ۲۰۱۹ کال په اګسټ مياشت کي پنجابي رياست په اټک سیمه کي نيولی وو او د هغه پر ضد يې د تاوتريخوالي خپرولو مقدمه درج کړې وه.

د پي ټي ايم وکيل عبدالرحيم وزير وايي، چي نن د لاهور هايکورټ د راولپنډي څانګي ښاغلي شيرازخان مومند د ضمانت درخواست منظور کړ.

ښاغلي  وزير وويل، د شيراز په اړه اورېدنه کي نن تفصيلي اورېدنه وسوه او په اورېدنه کي د فېسبوک د آی ډي او موبايل شمېرو په هکله خبري او بحث وسو.

وزير زياته کړه د شيراز په مقدمه کي د هغه پرضد د رياست په مخالفت کولو په جوړه مقدمه کي قانوني غوښتني هم نه وې پوره سوي.

پاکستاني رياست د پښتون ژغورني غورځنګ فعاليتونو ته خنډونه جوړوي او دا مهال يې د مشر منظور پښتين په ګډون ددغه ګوند ډېر فعالان نيولي دي.