د ارواښاد مولانا سېلاب ساپي ويرنه !
ارواښاد الفت ته سلام!
له هر څه نه مې اول په تا سلام دی
بيا مې هم درته تعظيم او احترام دی
که هر څو مې زړه ستا غم کې ناارام دی
خو ارزو مې ستا د روح پوره ارام دی
د پښتو د شعر لويه مهربانه
دپښتو خدمت دې کړی دی بې شانه
ته سا لار د شاعرانو د کاروان وې
د ولس د ارزوګانو ترجمان وې
ته د قام د بدبختۍ په رنځ خبر وې
له هر چا نه پوه په دې عالي هنر وې
تا د ټول پښتون په حال کړې ژړا ده
د قام مينه دې پاللې بر الا ده
ستا کلام کې پروت څه بل شانتې تاثير و
هر يو غږ دې د قام درد سره اکسير و
په کنډه به وې تللې ستا خبرې
تا پېيلې وې د مينې مرغلرې
تا لرل ژور فکرونه لوړ خيالونه
همېشه دې وو په خوله ملي دردونه
دملي وحدت يووالي پښتونوالي
په نغمو دې بيدار کړي ويده زړونه
ژوند دې تېر په خوددارۍ کړو په جهان کې
کره وختې په دغه امتحان کې
ته خوددار او وفادار مهربان وې
ستا په شونډو به موسکا وه په هر ان کې
د الفت مينې ګلونه دې کرلي
د پښتو د ژبې بڼ ملي بوستان کې
د ستاينې توان دې نه لرم په ژبه
دغه عذر مې کافي دی ستا په شان کې
ژړه وي مې ځوروي مې ستا يادونه
له ګوګل ځنې مې خيږي فريادونه
ای پښتونه لوی انسانه ولې چپ شوې
ستا چوپتيا خو لړزول دا اوچت غرونه
ته عالم ته فيلسوف وې ته شاعر وې
ته نقاد وې تا روزلي دي فکرونه
ته استاد د بلاغت او فصاحت وې
له اشعارو لا خواږه دي ستا نثرونه
ستا په شونډو به موسکا همېش خوره وه
په خندا کې به دې نغښتي وو ګلونه
د پښتو د بڼ ملياره چېرې لاړې
ويښ ځلمي به پاروي د چا شعرونه
د مظلوم په حال دې تل چغې وهلي
د ظالم ګرېوان ته تاوړي لاسونه
تا په ژوند د چا زړه نه دی ازار کړی
لوی واړه دي غمګين ځکه له بېلتونه
د ژوندو په دې وطن کې قدر نشته
بېرته نسل به دې وکړي ارمانونه
يکه تاز وې د پښتو شعر ميدان کې
چې يې زه راوړلی نه شم په بيان کې
تا ستايلې تل پښتو پښتونولي ده
د قام مينه دې ريا ځنې خالي ده
شاعري دې ټوله پند او نصيحت دی
تا بې وېرې ښکاره کړی حقيقت دی
هم جرات هم صراحت لوړ مطلبونه
ستا د ښکلې شاعرۍ عالي صفت دی
تا پښتون ولس ته راوړل پيغامونه
شه نصيب دې اته واړه جنتونه ٠
امان الله سېلاب ساپی/١٣٥٦/٩/٢٩/ د کابل – جلال اباد لار٠
سرچينه : مجاهد ولس/دويم کال /٢٥ ګڼه/ پرلپسې ګڼه٤٧/١٣٦٤ کال٠ د اجمل اټک يوسفزي راټولونه٠