کور / تازه خبرونه / کندهار:ناڅرګندووسلوالويوښوونځى وسوځاوه

کندهار:ناڅرګندووسلوالويوښوونځى وسوځاوه

د(عبدالهادي داوى ) لومړنى ښوونځى چي دکندهارښاردشپږمي ناحيې په سيمه کي موقيعت لري تېره شپه يې ټول تدريسي وسايل ديوشميرقران پاک دنسخوپه ګډون نامعلومووسلوالوسوځولي دي .


دهمدې ښوونځي مديرحاجي عبدالرحيم وويل : دغه پېښه تېره شپه ددووبجوپه شاوخوا کي رامنځته سوې ده چي دده په ويناټول کتابونه ،ميزونه ،چوکۍاوآن دقران کريم څونسخې هم پکښي سوځلي دي .


دښوونځي چوکيداردادمحمد وويل چي نيژدې پنځه تنه وسلوال چي مخونه يې پټ کړي وودشپې ددووبجوپه شاوخواکي دښوونځي انګړته راواوښتل اودغه ښوونځي ته يې اور واچاوه .


دکندهارولايت دښووني اوروزني دمسؤلينوپه ويناپه دې ښوونځي کي ( ٥٧٠) تنه زده کوونکي په زده کړوبوخت دي چي نيژدې درې سوه ( ٣٠٠) تنې يې نجوني دي .


ديادوني وړده چي دروان کال دمرغومي دمياشتي په لومړۍنېټه هم دغه ښوونځى دناڅرګندووسلوالوله پلوه سوځل سوى ؤ.

.