کور / تازه خبرونه / خوست :د پاکو اوبو پروژه ورغول شوه

خوست :د پاکو اوبو پروژه ورغول شوه

د  پنځم په ورځ د خوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ د سپنکي په کلی کې يوه د پاکو اوبو پروژه چې ٦٠٠ کورنيو ته به يې ګټه رسيږي د يولړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخستنې ته وړاندې کړی شوه .
  خوست والي ارسلاجمال وويل چې پدغه پروژه باندې ٩٧ زره امريکايي ډالر لګښت راغلی چې په خوست کې د   ولايتي بيا رغونې لخوا ورکول کيږي .
د خوست والی په خبره د نوموړي پروژې څخه به ٦٠٠ هغه کورنۍ ګټه اخلي چې وړاندې لدې دپاکو اوبو په برخه کې د زياتو ستونزو سره لاس او ګريوان ول .
 د يادې پروژې پرانسته په داسې حال کې کيږي چې څو ورځې وړاندې هم ديته ورته پروژه  چې ١٥١٦ کورنۍ په ورځيني ګټه پورته کوي د جوړيدو کار يې پای ته رسيدلی وو .