کور / تازه خبرونه / وردګ: قومي مشرانو د نهه کلن ماشوم د پيدا کېدو غوښتنه وکړه

وردګ: قومي مشرانو د نهه کلن ماشوم د پيدا کېدو غوښتنه وکړه

دوردګو په ولایت کې په لسګونو خلکو دحکومت څخه دنهه کلن ماشوم دپیداکيدوغوښتنه وکړه .
دوردګو ولایت دسیدابادو ولسوالۍ دسالارو دکلی کابو ۲۰۰ تنه قومی مشران دلیسی زده کوونکی اوښونکی دولایت مرکز میدان ښارکې په دې خاطرراغلی وو چې هغه نهه کلن ماشوم سرنوشت معلوم کړی کوم چې نیږدی یونیم کال وړاندې دسړک له سرڅخه ورک شوی وو .
لاریون کوونکیو ویل چې نهه کلن فرهاد دسیداباد ولسوالۍ سالارو دکلی اوسیدونکی اودخالد بن ولید دلیسی ددوهم ټولګی زده کوونکی ۱۶میاشتې وړاندې په داسې حا ل کې چې له ښوونځی څخه دکور په لور روان و یوموټر چلوونکی وواهه اوله ځان سره يي په دې پلمه پورته کړ چې ګواکی شفاخانې ته یی وړی اوترنن پورې يي تری تم کړ .
دماشوم پلار لعل جان چې دلاریون کوونکيو په ډله کې راغلی ووپه داسې حا ل کې چې سترګې يي له اوښکو ډکې وی راته وویل چې دوی سره محاکم اوڅارنوالی همکاری نه کوی اوتورن سړی یی په توقیف خانه کې اچولی او په داسې حال کې چې ۱۶ میاشتې تیریږی اودوی پریکړه نه کوی .
په افغانستان کې دنافذه قوانینو له مخې څارنوالی باید د۱۵ورځو نه نیولې بیا تریوې میاشتې پورې خپل تحقیق بشپړ اوابتدایی محکمې باید دوسیه وسپاره دغه شان باید ابتداییه محکمه په دوو میاشتې فیصله وکړی ولې دادی تراوسه ۱۶میاشتې کیږی چې ابتدایی محکمې پریکړه نه ده کړې .
لعل جان زیاته وی چې دوی والی ته راغلی وو ترڅو والی په دې برخه کې ورسره همکاری وکړی اودده زوی فرهاد سرنوشت يي معلوم کړی.
خوهغه وویل چې والی ورته وعده ورکړې چې د محکمې سره خبرې وکړی ترڅو دماشوم سرنوشت معلوم کړی .
دورک شوی ماشوم په اړه مو دیوبل لاریون کوونکی نصیر سره خبره وکړي هغه ویل چې دوی نور دمحاکمو اوڅارنوالۍ له کړنو څخه په تنګ شوی دی اوهسې به دوی باندې وخت ضایع کوی .
نصیر زیاته کړه چې محاکم مکلف دی چې دقانون سره سم باید په ټاکلی وخت باندې پریکړه وکړی ولې نه يي کوی .
نصیر په محکمو تور ولګاوه چې له رشوت اوشیرینۍ پرته هیڅ نه کوی ،له هغه څخه مې چې کله پوښتنه وکړه چې آیا له تانه يي په محکمو کې درشوت غوښتنه کړې؟ وویل چې نه په مستقیم شکل يي نه ده کړې خوچې دقاضیانو دغه شان دوخت ضایع کیدو ته وګوری نو همدغه رشوت غوښتل دی .
دخالد بن ولید دلیسی یوتن ښوونکی حضرت محمد هم ورته نظر لری هغه وایی چې ترهغه پورې به خپلې سوله ایزې مظاهرې کوی ترڅويي حکومت ورته ماشوم اویادماشوم دتښتونې په تور نیول شوی تورن سړی سرنوشت نه وی معلوم کړی .
دسالارو دکلی اوسیدونکی په داسې حال کې دمحاکمو اوڅارنوالیو دکړنو څخه شکایت کوی چې دافغانستان په محاکمو اوڅارنوالیو لادوړاندې دفساد تورونه دی .
په دې اړه مو دوردګو دوالی سره مو تماس ونیو ولې بریالی نه شوو.