شپږ پولیس او پنځه عسکر ووژل سول
طلوع خبری شبکه د هلمند ولایت د محلی چارواکو په حواله خبر ورکوی چی طالبان په ګریشک کی د پولیسو یوې پوستې ته ناببره ننوتل او لږ ترلږه شپږ پولیس یې ووژل .
د یو بل خبر له مخی چی رویټر د کابل د دفاع د وزارت په حواله ورکړ ، ویل کیږی چی نن د افغانستان په بېلابیلو سیمو کی پنځه داخلی عسکر وژل سوي دي .
دا تلفات په داسی حال کی پیښیږی چی بهرنیو ځواکونو او طالبانو یو پر بل حملې شدیدی او زیاتي کړي دي .