کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

په کابل کي خپرېدونکو ورځپاڼو د افغانستان په اړه ګڼ مسايل په خپلو مقالو او ليکنو کي ځاى ورکړي چې لنډيز يي احمد زبير ژمن برابر کړي.

باختر:
باختر ورځپاڼي د وسلوالو مخالفينو دخوا په ځان وژونکو حملو کي دماشومانو څخه د ګټي اخستني موضوع څيړلې او په دې برخه کي يې د بشر د حقونو د ټولنو د اندېښنو يادونه کړې.
په مطلب کي د يوه ديارلس کلن ماشوم کيسه راخيستل سوې چې څو ورځي مخکي د ارزګان ولايت په دهراوت ولسوالۍ کي ونيول سو او په اصل کي د هلمند د زمين داور د سيمي اوسېدونکى دئ.
په مطلب کي راغلي،پر دې سربيره د وسلوالو مخالفينو په ليکو کي اوس مهال دتنکي ځوانان او ماشومان چي نه د ټوپک په چلولو پوهيږي او نه يې په تومانچې ډز کړى تر سترګو کيږي.
باختر په يوه بل مطلب کي تور لګولى چي ځيني حکومتي چارواکي د ولسي جرګې د راتلونکو انتخاباتو کانديدانو ته کمپاين کوي.
په مطلب کي په نورستان ولايت کي د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د ځايي چارواکي دقود په ځانګړې توګه په نورستان ولايت کي دغې ستونزي ته اشاره سوې ده.

خدمتګار:
خدمتګار ورځپاڼي په افغانستان کي د اداري فساد پر ضد د مبارزې په اړه يو مطلب خپور کړى او ليکلي يې دي، چې ولسمشر حامد کرزى په دې برخه کي امريکا ته نوي تضمين ورکړي.
په مطلب کي راغلي چې ښاغلي حامد کرزي او د امريکا د مشرانو جرګې غړي جان کيري پريکړه کړې چې فساد ضد ادارې به خپلې چارې دبهرنيو لاس وهنو او سياسي فشارونو پرته پرمخ بيايي.
خدمتګار په يوه بل مطلب کي په روسيې کي د سيمي د وروستۍ څلور اړخيزې غونډې ته په اشارې سره ليکلي دي، چي افغانستان په سيمه کي نوي ملګري پيدا کوي.
ورځپاڼي ليکلي د روسيې ولسمشر په دې هڅه کي دي چې د شوروي اتحاد تېروتني جبيره کړي او دافغان دولت سره د نږدې اړيکو دلارې په افغانستان کي بيرته خپل پخواني نفوذ را ژوندى کړي.

هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼي په خپلې سرمقاله کي د کابل ښاروالۍ او کورنيو چارو وزارت دخوا د کابل ښار دسړکونو او لارو د سميټي دېوالونو او موانعو د دمنځه وړلو اقدام ستايلى او ليکلي يې دي چې کابل ښاريانو د ډېره وخته د دې اقدام تمه درلودل.
په سرمقاله کي راغلي، کله چې د دغو دېوالونو خبري کيږي نو يوازي د ترافيکي ګڼي ګوڼي مسئله پکښي نه ده مطرح بلکي دغو دېوالونو او موانعو د کابل ښار څيره ډاروونکې او ګواښوونکې کړې ده.
هيواد ليکلي، چې په دې برخه کي د امنيتي اندېښنې هم پر ځاي دي، خو د دغو اندېښنو د له منځه وړلو لپاره بايد نور اساسي اقدامات وسي.
ورځپاڼي په يوه بل مطلب کي ليکلي دي چې په افغانستان کي د خصوصي امنيتي کمپنيو د له منځه وړلو بهير عملاً پيليږي.
په مطلب کي د چارواکو دقوله ليکل سوي چي په دې برخه کي به داستثنا پرته يو ډول چلند وسي او لومړى به هغه خصوصي امنيتي کمپنۍ ړنګي سي چې ددولت سره ثبت نه دي.

ويسا:
ويسا ورځپاڼي د خپلې نننۍ ګڼي په سرمقاله کي د افغانستان او نړيوالي ټولني پر اړيکو تبصره کړې او ليکلي يې دي، د خصوصي امنيتي کمپنيو او د اداري فساد مسئلې د دغو اړيکو د خرابېدو سبب سوى دى، ويسا نړيوا ټولنه دغو ستونزو ته په لمن وهلو تورنه کړې ده