کور / تازه خبرونه / کابل ښاروالي راتلونکی کال 805 مليونه افغانۍ لګوي

کابل ښاروالي راتلونکی کال 805 مليونه افغانۍ لګوي

لراوبر ته له کابل ښاروالۍ څخه په راغلې خبرپاڼه کي ويلي سوي چي دکابل ښاروال  انجنير روح الله امان په هغې غونډه ،کې چې دکابل په ښاروالۍ کې جوړه شوې وه وويل، چې دغه پيسې به دکابل ښار پرسړکونو،جغل اچولو، پلونو،دسمسورتيا رياست لپاره پرګل خانې،دپغمان پر مېلمستون،د دوهمې- نهمې- ديارلسمې- نولسمې ناحيودودانيو پر جوړولو، دکابل سيند داستنادي دېوالونو پر جوړولو، پنځمې اودو لسمو ناحيوکې دمېرمنو لپاره دفاتحې پر سالونونو اوځينو نورو پرمختيائي پروژو باندې لګوي. 


دکابل ښاروالۍ مرستيال الحاج غرزى خواخوږى وايي،چې په دغوکې به دکابل ښاروالۍ دفرهنګي رياست  سپورټي خونو، دپارکونو جوړول هم شامل وي. 


ښاغلي غرزي وويل، چې ددې پلان له پلي کېدلوسره به دکابل ښار بڼه په ټوليزه توګه بدلو ومومي.  


دى دا، مني چې ددې پلان په پلي کولو کې به له يو لړ ربړو سره مخامخ شي خوبيا به هم تر ډېره حد کوښښ وکړي ، چې ستونزې لرې کړي