کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / بايد پښتنو زده کړيالو ته په پښتو تدريس وشي

بايد پښتنو زده کړيالو ته په پښتو تدريس وشي

په مورنۍ ژبه د زده کړو په اړه د لراوبر ډاټ کام د يوه لوستونکي نظر:


لر او بر وېب پاڼې لیدونکو او چلوونکو ته السلام علیکم


 

کله کله دا سوچ راته پیدا شي، چې ایا دا پښتون ملت به تر کومه همداسې چوپه خوله ناست وي او تر کومه به له دغو بې اصلو قومونو سره داسې په نرمه چلند کوي. متل دی چې وایي، په خپل کور کې پردی ده. اوس پښتانه هم په خپل کور کې د پردو په شان دي  او د پردو په شان ورسره چلند کېږي.

 

 په کار خو داده، چې موږ پښتانه که په رښتیا هم پښتانه یو او خپلو ځانونو ته پښتانه وايو، نو باید هېڅکله او له هیچا سره په پاړسي خبرې ونه کړو ، لکه څنګه چې دی په پاړسي غږیږي موږ هم باید به پښتو ورسره وغږیږو او باید دا کړنلاره ټول پښتانه په خپل ژوند کې  او د خپل ځان د پېژندو په لاره کې د یوه اصل په توګه و پېژني .

 

که چیرې هغوئ یوازې په دې څو نومونو باندې دومره حساس وي، نو باید په زرهاوو پښتنو زده کړیالانو ته هم په پښتو درس ورکړ ل شي. د پښتو د ژوندې کېدو او لا غوړېدا په لورې د یوه ستر ملي غورځنګ د را پورته کېدو په هیله