کور / تازه خبرونه / پکتيا :د دولت او طالبانو تر منځ نښته سوې

پکتيا :د دولت او طالبانو تر منځ نښته سوې

په پکتيا ولايت کي د دولت او طالبانو تر منځ نښته سوې . نوموړې نښته تېر ماښام د اوو بجو په شاوخوا کي د پکتيا ولايت د اريوب ځاځى په ولسوالۍ کي سوې . د دې ولسوالۍ ولسوال ياده پېښه تائيدوي او وايي چي په ياده نښته کي يو طالب وژل سوى او دوه سرحدي پوليس ژوبل سوي دي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري طالبان څه نه دي ويلي .