کور / تازه خبرونه / بادغيس : ٢١ تنه وسلوالو خپلي وسلې پر مځکه کښېښودې

بادغيس : ٢١ تنه وسلوالو خپلي وسلې پر مځکه کښېښودې

لراو بر ويب پاڼي ته د آى ، جې ، سي ملکي چارو د دفتر له لوري په راستول سوې خبرپاڼه کي راغلي چي په بادغيس ولايت کي يويشتو تنو پخوانيو وسلوالو خپلي وسلې پر مځکه کښېښودې . نوموړو کسانو خپلي دغه وسلې د دې ولايت په مرکز قله نو کي د تيري يکښنبې په ورځ و افغان چارواکو ته تسليم کړې . په خبرپاڼه کي راغلي چي افغان حکومت تل هڅه کړې چي هغه کسان چي کوچني جرمونه يې کړي وي ، د القاعدې سره اړيکي نه لري او نور نه غواړي د افغان حکومت او بهرنيو مرستنديانو سره مخالفت وکړي و خپلي ټولني ته بېرته راستانه کړي او خپل عادي ژوند پيل کړي .
په خبرپاڼه کي راغلي چي د نوموړو کسانو قوماندان چي مخکي يې د بادغيس ولايت په مقر اړونده سيمو کي فعاليت کاوه زياته کچه وسلې لکه کلاشنکوفونه ، راکټونه ، ځني راډيوګاني او نور و حکومت ته تسليم کړي .