کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د پخواني شوروي ماته هر يرغلګر ته د عبرت درس

د پخواني شوروي ماته هر يرغلګر ته د عبرت درس


 


له نن نه پوره نولس کاله وړاندې د۱۳۶۷ هجري لمریزکال دسلواغې په شپږویشتمه (د۱۹۸۹ کال دفبرورۍپه پینځلسمه)افغان میړني اولس په خپلې میړانې اوسرښندنې سره دنړۍدلوي زبرځواک ددړې وړې کیدوپيلامه برابره کړه .


دژمي په همداسې ورځ دشوروي دسره پوځ وروستی جنرال بوریس ګروموف په داسې حال کې چې له افغان میړنیومجاهدینوسره دحق اوباطل په جګره کې ټپي شوی وله غرمې مخکې دلسوبجوپه مهال چې کله له شرمه ډکې څیرې اوځوړندسرد حیرتانو پر پله تیریده ویلي یې و،په دې شیبوکې په خپل بدن کې لویه نیمګړتیا احساسوم ځکه په مخکې تورتم اوترشاله منځه تللی تاریخ وینم  . ګروموف پرافغانستان یرغل تاریخي او نه جبرانیدونکې غلطي بللې  .


داچې دافغان میړني اولس په کلکې اسلامي ارادې اوسپیحلي جهاد سره دنړۍلوي زبرځواک په ګونډوشواودهمدې بې وزله خومیړني اولس د سرښندنوپه نتیجه کې په نړۍکې کمونیستي بلاک ټوټې ټوټې شواودکمونیزم پوچه نظریه دتل لپاره دتاریخ کندې ته وسپارل شوه هیڅ دشک ځاي نشته اوټول نړیوال اوبا ضمیره انسانان دایو جوت حقیقت بولي .


دپخواني شوروي واک والانوپرافغانستان په یرغل اود خپلو ګوډاګیانوپه رالیږلوسره فکرکاوه چې زموږپرهیوادبه هم دشوروي دنوروسیموپه شان خیټه واچوي اوپه یوڅو ورځوکې به ځان ترګرمو اوبوپورې ورسوي . هغوي دخپلوناوړه موخودترلاسه کولو لپاره له هرې رودې کارواخیست له ډله ایزې وژنې نیولې دهرډول سپکو او درنو وسلو ترکارونې پورې یې هرڅه په افغانستان کې تجربه کړل خو دافغان میړني اولس او واقعي سرښندونکوپه وړاندې دغې هیڅ شي کارندوالی نه درلودځکه هغوي یوازې پر لوي خداي (ج)په کلک ایمان سره پرباطل دحق دبري لپاره دڅښتن تعالي پرژمنې باور درلود.


زموږمیړني اومجاهداولس له یونیم میلیون نه زیاتوشهیدانواوپه  زرګونو معلولینو اومعیوبینوسره دغه سپیڅلی جهاددبري پولې ته ورساوه .


روسي جنرالانوپه افغانستان کې پرخپلې ماتې اعتراف وکړاو دڅو میاشتوپه اوږدو کې یې خپل عسکرله افغانستانه وایستل له افغانستان څخه دروسي یرغلګرو وروستي جنرال ګروموف هم ویلي زه له نوروروسي جنرالانومخکې دې نتیجې ته رسیدلی وم چې روسي عسکربایدله افغانستانه ووزي ځکه له افغانانوسره جګره بریالیتوب نلري .


دهمدې میړني اولس اوغیرتي مجاهدینوپه کلک مقاومت اوپر لوي څښتن تعالی په ایمان سره دپخواني شوروي جمهوریتونه یو پربل پسې آزاد اوتر۱۹۹۱ زیږدیزکال پورې په وسپنیزدیوال مشهور شوروي اتحادپه پینځلسو خپلواکو جمهوریتونو وویشل شو.


بایده دي ددغوخپلواکوجمهوریتونوحکومتونه اوخلک دافغان میړنیومجاهدینو او اصیلوافغانانواحسانمن وي ،خوله بده مرغه ددغوځینوجمهوریتونوچارواکي ددې پرځاي چې زموږله جګړې ځپلي هیواد اوخلکوسره مرسته اوله هغوي حقوقي ملاتو


وکړي په یونه یوډول د پخواني شوروي په شان ناروالاسوهنوته دوام ورکوي خوباید ووایو چې نورنو زموږ میړنی اولس په هرڅه پوهیږي اود هر چاپه ښو او بدونیتونوښه خبردی .


په افغانستان کې  دشوروي لاسپوڅي رژیم چې دمجاهدینوپه وړاندې یې دمقاومت توان نه درلودنسکوراود۱۳۷۰ هجري لمریز کال دغوایي دمیاشتې په اتمه نیټه په کابل کې دمجاهدینو حکومت اعلان شو.


خوداچې دافغانستان میړنی اولس له کلونوسرښندنواوسپڅلي جهادوروسته په هیواد کې دخپلواک اسلامي نظام په جوړولو او دشهیدانودهیلوپه پوره کولوکې پاتې راغی بیلابیل عوامل او دلایل لري چې دلته یې دټولویادول ګران بریښي خویوې مسلې ته ګوته نیول اړین بولم هغه داچې له روسي ښکلاک څخه دافغانستان په خپلواکۍاو آزادۍکې دواقعي مجاهدینو پرمیړانواوسرښندنو سترګې پټول لویه بې انصافي ده اومجاهدزموږداولس یوغیرتي ،میړنی اوناپیلی نوم دی بایددې نامه ته سپکاوی ونه شي ځکه مجاهدین وچې په پوره اخلاص اوبې له کومې مادي تمې یې یوازې دالله  د رضالپاره جهادوکړاوهیوادیې خپلواک کړاواکثره په دې لاره کې شهیدان ،معیوبین اومعلولین شول .ډیرې کونډې اویتیمان ترې پاتې شول چې له بده مرغه هیڅ داسې څوک پیدانه شول چې له دغوکورنیوسره لږشان مرسته اویادیتیم اوښکې پاکې کړي .


دمجاهدینوله بري وروسته اوپه هیوادکې داسلامي نظام په رامنځته کیدوسره بیلابیلوګاونډیواونوروبهرنیوقدرتونویوځل بیازموږپه هیوادکې دخپلوموخو د ترلاسه کولولپاره په مختلفو بڼولاسوهنې پيل کړې چې په دې لاره کې زموږګاونډیان له نورو مخکښ شول اوله افغان اولس سره دجهاددکلونوله ښې ګڼې یې په سیندلاهوکړې اوهریوه له یوې اوبلې ډلې په ملاتړسره زموږپه هیوادکې دجګرواوتاوتریخوالیواورته لمن ووهله چې ترننه دغه لړۍروانه ده .


له روسي ښکیلاک څخه دافغانستان له آزادولووروسته که له یوې خوابهرنیوهیوادونو زموږدهیوادپه ګډوډیوکې لاس درلود خوتر ډیره حده د مجاهدینوله مشرانووروسته هرافغان په دې لاره کې دا مسوولیت درلودچې په دې لاره کې خپل رول اداکړي ځکه د هر انقلاب په بري اودهغه انقلاب دایډیال نظام په رامنځته کولوکې اولس اساسي او بنسټیزرول لري ،چې افغانانوته هم په کاروه په یو هیړیې دیوه واقعي اسلامي نظام لپاره له یوه واحدمشرتابه ملاتړ کړی واي اودتنظیمونوپراساس جلاجلا دحکومتي دندودویش نظریه یې دتل لپاره له منځه وړې واي اوپه هیوادکې یواسلامي اوملي حکومت چې داکثروافغانانودزړه غوښتنه وه رامنځته شوی واي زموږپه هغه صورت کې به زموږهیوادهم دنوروسیال شوی و.


زموږدهیوادیوه ترټولواساسي ستونزه لیک لوست اودسوادزده کړې ته بې پامي ده چې داهم په افغانستان کې دروانوستونزواو کړکیچونویولوي عامل دی ځکه که په هیوادکې دلوستو کسانو فیصدي زیاته واي نودښه تشخیص اودرک وس به له هرچا سره و ،اوس هم بایدله حکومتي چارواکونیولې دکورنۍترمشرانوپورې ټول په دې لاره کې له بلې هرې برخې زیات پام اودراتلونکو نسلونو دلیک لوست اوپوهې زمینې برابرې کړي چې په دې کارکې هم هر افغان ځانګړی مسوولیت لري .


په پاي کې بایدووایوچې دمرغومي دشپږویشتمې نیټې بری یعنې دنړۍدزبرځواک دماتې اودخپل هیوادآزادول اوخپلواکي دافغان میړني اومجاهداولس دسرښندنو او میړانودبري ورځ ده نوبایددغه ورځ هرکال په لاپرتمینه توګه ولمانځل شي څوهرتیریګر ته ورپه یادکړي چې هیڅکله افغانستان ته په بدواوناوړه نیتونوسره ونه ګوري ، هر پتمن اوآزادي غواړی افغان بایدپه دې ورځ وویاړي .