کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / له دری ژبې سره هيڅوک دښمنی نلري

له دری ژبې سره هيڅوک دښمنی نلري


دري ژبه زموږ دهيواد والو ژبه او زموږ فرهنگي اوعلمی  وېاړنه ده  


پسله هغه چې دافغانستان دداطلاعاتو اوکلتور وزارت  دبلخ ولايت د ملي راډيوټلويزون  څو کارمندان دهغې جملې د بصيربابي په نوم يوخبريال  کسر معاش کړ  ،دامسله پدې نامه چې دفارسی ژبې سره دښمنی کيږي  خورا توده شوې ده .


لومړی مې دې مسلې ته زياته پاملرنه ځکه ونکړه ،ويل مې ديوه وزارت يوه کارمند قانون تر پښو لاندي کړی بايد اصلاح شی ،خوکله چې مې ډله ايزو رسنيوته پام راواړاوه گورم چې له دېنه هم يوملي ننداره جوړېږي  .هغه دچاخبره ديوې شپږی لپاره درست پوستين اور ته اچوی . ددې لپاره چې زموږ يو شمير هيوادوال ايراني اخوندان خوښ وساتي اوهغهوته خپل صداقت اوراستی څرگنده کړي  ديوې عادي خبري څخه ئي هنگامه جوړه کړه . داسی معلومېږي چې ددې مسلې  زيات  انلارج  اوپه يوه اوبل شکل دبې بې سي په فارسی ويب پاڼه کې  دمطالبواود وزير دعکسوخپرولوهم پر دې اور داوبوپر ځاي تيل وپاشل . دا اور لانه و مړشوی چې ښاغلی محقيق صاحب خبر شو،سمدواره ئې دکميسيون غونډه دايره اوپه لوړ اوازئې وويل دادی اوس فارسي هم له منځه وړل کيږي ا دهغې سره دښمني کيږي ،داڅه حال دی ؟ داوزير ډير ژر بايد راوغوښتل شي . کميسيون هم بيله کوم دليله پريکړه وکړه چې داگناه کار وزير بايد را اظهار کړي  تر څودخپلي گناه په مقابل کې دپارلمان د دولسي جرګه کې دفرهنګي، ديني ، پوهنې او لوړو زدکړوکميسيون غړو پوښتنو ته ځواب ووايي .


دا خوډيره ښه خبره ده چې دپارلمان وهرې خبري ته فکر وی اوچارواکي داستجواب لپاره راغواړي ،مگر متاسفانه چيري چې لازمه وي هلته دوي له وزير صاحبانوسره په گډه ددې ملت پر غاړه چاړه ايږدی  .


دلته چې دايران  دفرهنگی يرغل پروسه له خطر سره مخامخ شوه ،سمدلاسه ئې  له ايرانی موخو سره دخپلي خواخوږی دڅرگندولواودهغوي ته  ديوصادق خدمتگارپه توگه  له پارلماني صلاحيت څخه په استفادې  سره داطلاعاتو اوکلتور وزيردستجواب لپاره راوغوښت   .


له بې بې سي راډيوسره په  تليفونی خبرو کې ښاغلي حاجي محمدمحقيق څرگنده کړه چې : دولسي جرګه کې دفرهنګي، دراتلونکې اونۍ سه شنبې په ورځ داطلاعاتو او کلتور  وزير راغوښتل شوی دی . هغه وويل دخرم اقدامات  دفارسي ژبې پر خلاف يوازي  دبلخ دتلويزيون دکارمندانوسره په ناوړه کړنو سره نه محدوديږي  ، بلکه دولسي جرګه کې دفرهنګي، ديني ،اموروکميسيون شپږ نور ي داسي کړنې فهرست کړی دی چې دهغو په هکله به هم له هغه نه پوښتنې وشی . دهغه څخه په دې اړه هم پوښتنې کېږي چې ولې يې داطلاعاتو اوکلتور وزارت لوحه له دري څخه پښتوته اړولې او دنګارستان ملي نوم په ملي ګالري اړولى اوهمدا ډول ئي دراډيوافغانستان  اوملي تلويازيون په پروگرامونو کې ديوشمير نور تغيراتو راوستلي دي .


مگر  د اطلاعاتو او کلتور وزير ښاغلي خرم له بي بي سي راډيو سره  په مرکه کښي وويل دوى څو ځلي د ملي ټلويزون کارمندبصير بابي ته يادونه کړې وه چې،د ملي ترمينالوژۍ ضد تورې دې په خپلو رپوټونو کې نه کاروي خو له دومره يادونو اوسپارښتنو سره،سره بيا هم دې ښاغلي د پوهنتون ،پوهنځي او رغتون نومونو په ځاى بيمارستان،دانشگده او دانشگاه توري او نومونه کارول چې، د افغانستان ملي ترمينالوژۍ ته په کې زيان رسيده . مگر که دمحقيق اوهغه پشان نوروڅخه موږ پوښتنه وکړو چې  : ښاغلی محقيق که پدې ملک کښي پښتو ورکه  شي ،هرڅه په فارسی وي ،اوپښتانه چې ددې هيواد دټولو لوي پېټۍ ددوي پر اوږوپروت دی  له خپل حق نه تير شی اوداومني چې دلته دي هر څه دڅوايراني مشربو په خوشه تر سره کېږي ،تاسوبه پارلمان ته ددغې ډلې مشر راوغواژی اوله هغه نه به پوښتنه وکړی ؟ نه ! هيڅکله نه !


بلکه تاسو به هغه وخت خوش شی . مگر څه وکړم پدې پوهېږم ځيم داخوب له نيکه مرغه سره لدې چې زموط پښتنو چارواکو هم سره درسه ښورولۍ نه رښتيا کيږي .


داملک  دهغه چادی چي پرهغه ئي سر ورکړی  اودهغو ژبې اوملي هويت ته بايد په درنه سترگه وکتل شی !!!زه نه پوهېږم  چې دايران پلوه له کومه دومره فعال شوه ؟ چې گورې  دوي بياديوې عادي خبري څخه  ملي مسله جوړه کړې وی  .


ما غوښته پدې هکله لنډ څو ټکی وليکم چې ولې يوعادي مسله  دومره جنجال ته پورته شی  ؟


رښتيا خو داده چې دافغانستان داساسي قانون د۱۶ مادې له مخې دغه وزارت مکلف دی  لمړی په دولتي  مډيا اوبياپه نوروخصوصي رسنيوکې  دملي ترميلنالوژی  منل شوی اصلونه  اوپدې هيوادکې مروجه ژبو ټولواړخونوته  که دچاخوښه وي  ،يانه په جدی توگه درناوی په نظر کې ونيسی . خوکله چې مې داپېژندل شوو متعصبو پاڼوته سر ورښکاره کړ گورم چې هلته  بله خبرنشته  ،همدا يوه مسله ئي تر لکۍ راټينگه کړېده  . په عجيیبو اوغريبو عنوانوئي ليکنې کړی  چې زه به ئې دبېلگې په توگه بيايو څونومونه راوړم  ، اوپه خپلو په اصطلاح  ليکنو کښې ئې  پر دې دلوي زړه خاوندپښتون قوم  بېله دېنه چې دهغوي نظر پدې هکله څوک واوری له واره سپکو سپوروته لاس کړئ دی  ، ښه داخو موږ ته عادې خبره ده ځکه پدې لوي اوکوچنۍ پوهېږي  چې زموږ په غيرتی هيواد کې ددې ولس دښمنان غواړي له هرې وسيلې څخه په استفادې سره دايومټۍ ولس بې اتفاقه کړی ،ځکه نوچې کله ېې په يوخبره نوک څرخ شی بيا ئې داسي غټه کړی چې  دمرداربويونه ئي دنړيوالوپزی هم نا ارامه کړی ، پدې هر افغان پوهېږي ،داولس وېشل اويودبل په مقابل کې درول ناشونۍ کاردی . نوبهترينه لارهمدا اسلامی  ده لار ده چې  وايي ((واذخاطب هومل  جاهيلون قالوسلاما)) زما کمپيوټر عربي حروف نلري  دټايپی تير وتنې څخه عفه غواړم اميدواريم چې په لوستلوسره ئي په مطلب پوهېدلی ياست


په ټوله نړی دهغه جملې  زموږ په هيوادکښي خصوصی  مډيا اوددې کليمې سره په څنگ کې دمطبوعاتو آزادي دامعنا اومفهوم نلري چې تر دې نامه لاندي  په افغانستان  کې پردئ کلتور اوپه بل هيوادکې  دمروجه ژبې  د  رواج موندلو لپاره کار وشی  . دډله ايزی خبروني چاپي اوتصويری وسايل مکلفيت لري ملي گټې اوملي افتخارات وساتی داکه کورنې وي اوکه بهرني چې په افغانستان کې دننه  فرهنگی فعاليت کوی ددې اصل په منلو مکلف گڼل کيږي . ايا ايران به مور ته اجازه راکړی ددوي په مطبوعاتی وسايلو کې موږ دري اوپښتو لغتونه استعمال کړو ؟ هيڅ کله نه . اوداددوي حق دی .موږ هم مکلفيت لرو خپله ژبه دپرديو له يرغل نه وساتو. داديوه  ملت کاراوصلاحيت دی چې دکومي ژبې کوم لغات منی اويادهغه بديل پيدا کوی .


که ددې راپورته شوی خبرې  په اړوند ټول نظريات راغونډ شي نو ددې مسلې په هکله نظرونه  پر دووبرخو ويشل کيږي :


اوله ډله  :


داکسان  چي زه هم ورسره ځان بولم  وايي  په افغانستان کې داساسي قانون په شپاړسمه ماده کې راغلي چې : ((د پښتو، دري، اوزبكي، تركمني، بلوڅي، پشه يي، نورستاني او په هېواد كې د نورو مروجو ژبو له جملې څخه پښتو او دري د دولت رسمي ژبې دي. دولت د افغانستان د ټولو ژبو د پياوړتيا او پراختيا لپاره اغېزمن پروګرامونه وضع او تطبيقوي.  
د مطبوعاتو اود راډيو تلويزيون خپرونې د هېواد په ټولو مروجو ژبو، آزادې دي. ))


داطلاعاتو اوکلتور وزارت دهمدې ورسپارل شوی دندي له مخې حق لري دهر هغه ژورناليست ،وياند اوليکوال څخه چې دولتي رسنيوته کارکوی پوښتنه وکړي ، ولي له ملي ترمينالوژی سره مخالفت لرې ؟ اوپه خپلو ويناو اوليکنو کې داهغه له استعمال نه ډډه کوي ؟


دغه نومونه چې له پښتو په دری ژبه کې رواج شوی اومنل شوی دي دا پنځوس کاله په راډيو ،چاپی نشراتو اوراوروسته په تلويزيونی نخپرونو کې پکاروړ ل کېده ،اوس ولې هغه بايد استعمال نه شی ؟ دادومره وخت ولې داټول چوپ وه ؟ اوس چې بې ۵۲دافغانستان پر فضا ۲۴ ساعته پروازونه لري  ،اوله بهرنه راوستل شوی اوپر خلکوتپل شوی دهمدې پروازو په برکت نورمال اعصاب لري  ،اوله بلې خوا دايران لپاره همدا وخت دی چې په هربڼه په افغانستان کې بايد نا ارامۍ راپيداکژی تر څو بهرنيان  او افگان ولس دارامي گوله خولې ته يونسی  ،دهغې دموکراسی څخه په استفادي سره چې کله ئې خوښه وی اوکله بيا سرځينې ټکوی ، غواړي هر ناولی اوضدملي حرکت چې ئې زږه غواړي  په ډيرو نرمو،غوړو اودملي کليمې دمختاړي او وروستاړی په ورکولوسره  پلی کړي .


دوخت يوه دولت  ،اوملی اکاډمۍ داپرېکړه کړې وه  ځينی هغه لغاتونه چې په ايرانی فارسی ژبه کې رواج لري اوموږ ورته په پښتوکې وړ بديل لغاتونه لرو بايد عوض اوهغه رواج ومومی . چې داکار په ډيره خوښی تر سره شو. له پښتو په دري اوله دري په پښتو کې زيات لغاتونه شته  . ددواړو ژبو عالمان ملي دنده لري چې دواړي ژبې سوچه کړی  ،زموږ په هيواد کې دننه دژبو سوچه کېدوسره هيڅوک مخالفت نه کوی  اونه ئې هيڅوخت کړی دي . ټول مخالفت له دغې پروسې څخه دسياسي موخو اوبهرنيوفرهنگی تيريوته دلاري خلاصېدوپه مقابل کې کيږي  . زه دلته دژبو پر قدامت خبري نه کوم  اونه هم غواړم  پدې هکله خبري وکړم چې ددې تاريخي لامل څه دی چې اوس يو شمير ايران پلوه زموږ په هيواد کې دمنل شوی  ملي ترمينالوژی پر خلاف تر دې نامه لاندي چې فارسي اودري يوده، ناوړه او افغان  دښمنه استفاده کوي  .


بلې !


  ددواړو ژبو(دري اوفارسی ) رېښه يوه  اودازموږ په هيواد پخوانی آريانا او اوسنی افغانستان کې زېږېدلي اولويه شوې  ده ،داژبه تر اوسنی ايران ،په بله بڼه کوردستان  ،اولوي هند پوري ورسېدل داوسنی تاجکستان خلک هم پدې ژبه خبري کوي . مگر په هر سيمه کې دې ژبې  لکه بله هره ژبه  دهغې سيمې داوسيدونکو اود هغوي دعالمانو،اديبانو اونورو فرهنگی څېر و دفعاليت اودولتي پلانو په درشل کې دهغوي دفرهنگی اوټولنيزو اړيکو لخوا لږ ياډېره متاثره شوې ده . دبېلگې په توگه په کوردستاسن کې دعربې ژبې  اوپه ايران کې پر عربی علاوه دغربی اروپا اوروسی  ژبو،په تاجکستان کې همدا تاجکی  دروسي ژبې  لخوامتاثره شوې ده  . په تاجکستان خولا دشوروي نظام په وخت کې  ئې الفبا هم  په روسی ليکل  کېده  .اوس کرار کرار بيرته دوباره  خپل اصل مسير ته راگرځی . ولي داچې په تاجکی ژبه کې به دپخوانی  دري ژبې څومره منځپانگه پاته وي  دابله خبره ده ، خويوڅه څرگند اوروښانه دی چې  په افغانستان  کې تاجک ،ياهزاره دتاجکستان داوسېدونکو په ژبه پوره نه پوهېږي  ،له همدې امله هغې ته فارسي اويادري ويل لويه  تيروتنه بولم ،خپله هغوي ورته تاجکی ژبه وايي  اوپدې وياړی  ،داچې رېښه ئې چيري ده دوي وايي چې رېښه ئې له لويي اريانا اوگراني دری څخه روټوکېدلې ده . مگر امام  علی رحمانوف به اجازه ورنکړی چې ددوشنبې تلويزيون دی په دري نشرات وکړی اويادي په تاجکي ژبه کې ددري ژبې  لغاتونه تر دي نامه لاندي چې دادواژي يو وخت يوه ژبه وه استعمال کړی  .


يو وخت انسانانو ژبه نه درلوده اوس  هم بايد گونگيان وی .


ددغو ټولو تغيراتوپر بنياد ويلاي شوچې اوس همدا دپخوانی يوريښې دژبې وينوکی يودبل په ژبه پوره نه پوهېږي ،حتاپه خپله سيمه کې دوي ډيرو شيانوته نوي لغاتونه جوړکړی دي په هره سيمه  کې ژبې دهغې سيمي دتمدن اونژيوالو اړيکو تر تاثير لاندي دتکامل سير تعقيب کړئ دی  . زه دادهيچاسره نشم منلاي چې افغان دري ژبۍ ووايي  چې  موږ په ايرانۍ فارسي کاملا پوهېږو. زه پدې باور لرم چې ((۵۰)) په سلوکې لغاتونه به ورته نوی وي  .همداسي په تاجکی اوکوردی اوهندی فارسی کښي که هلته کوم څوک ويونکی پاته وي .


داپدې معنا ده چې دهري سيمې خلکو اودولتونو غوښتل اوغواړي  دخپلې  خوښی اوسهولتونوپر بنياد له پخوانی فارسي نه راټوکېدلې ژبه پراخه اودخپل ولس داستفادې وړ وگرځوی  ،له همدې امله په ټوله نړی کې دژب پوهنو او ادبياتو اکاډمۍ  فعاليت اوهره ورځ څېړنې کوی  .


مادلته په سويډن کې له يوشمير فارسی ژبواديبانوسره ملاقاتونه کړي اوله هغوي نه  مې غوښتی  پدې هکله بحث وکړي چې دغه پخوانی فارسی  چيري لويه شوی اودسوچه تکامل لپاره ئي  څه کارشوی دی ؟


دوي خو لومړی داويلې چې ددې ژبې نوم فارسي نه دري دئ ،داچه پخوانی فارس  يا اوسنی ايران سيموته داژبه   راورسېدل اودلته ورته دتاريخ په يوه معين وخت کې زياته پاملرنه وشوه اودوباره افغانستان ته ددربار دژبې په توگه ولېږل  شوه  پدغه وخت کې ايرانی  دولتمردانو چې پخوانۍ نوم ئې فارس  دی  ،ددي ژبې نوم فارسی کښېښود.  هغوي دا استدلال کوی که چېري  له پخوا څخه ددې سيمی نوم ايران واي نوبايد ددې ژبې نوم ايراني ژبه واي ؟  نه داسي نه ددې ژبې نوم  دری دي اوپه مروردزمان ئي په سيمو کې نوم اوتر ډيره محتوا بدله شوې ده . دهغوي له خبرو اسوڅرگندونوڅخه مادازده کړې چې افگان پوهانوداتاريخي رسالت لوبولئ چې درې ئي سوچه ساتلې اويا ئي تر ډيره بريده له غربي اوعربی  ژبو ديرغل څخه د نجات لپاره زيات کارکړی  دي .غير سياسي  عالمان  اوهغه چې په رښتيا سړی ورته عالم ويلاي شی داخلک خو داسي وايي اودازمور دولس دپوهانو وياژ بولي .  مگر دايراني اخوندانولاس پوڅی بيا تر هر حه وړاندي دايران په چوپړ کښي دی اوتر هرڅه ئې دا خوښه ده ، اوايراني اخوندانو دنده ورسپارلې  چې دوي به دري ژبه ،فارسي اوپه هغه کي به ايران پيش گامه بولی . يعنې که ونه شرمېږي نو لکه لطيف پدرام چې ويل ((من به  فرهنگ ايرانی افتخار ميکنم ))  ټول به له يوه سره همدا چيغه له خولې راوباسی . يو شمير دادليل راوړی چې  دری نشته همدا فارسی ده ځکه خو هم کله چې موږ اوس دښوونې او روزنې  ياعالی تحصيلاتو دري ژبې کتاب راواړو ،رښتيا یې هم پر وقايه ليکل شوی فارسی ژبې قرائت  ،مگر ما مخکښي عرض وکړ چې له دربارنه راپاته ميراخ دی داددې معنا نلري چې داټوله ژبه له اولې ورځی فارسي نوميدل  . د پاتي برخي لپاره دا ځای کليک کړئ